ډاکټرانو د ناواکسین شوي‌ ناروغ د زړه له پیوندولو انکار کړی

ناروغ

د عکس سرچینه، cbs

د خپرېدو وخت

د امریکا یوه روغتون مسوولینو د هغه ناروغ سړي زړه یوې برخې له پیوندولو ځکه انکار کړی، چې دغه سړي د کورونا ضد واکسین نه دي لګولي.

د ۳۱ کلن ډي جي فیرګوسن پلار وايي، زوی یې د زړه بدلون برخې ته سخته اړتیا لري، خو په بوسټن کې دبریګهام اینډ وومن روغتون د هغو کسانو له لیسته لېرې کړی، چې د پیوند لپاره به یې عملیات کېږي.

نوموړی وايي، زوی یې پر واکسینو باور نه لري او دا یې د باورونو بنسیټزو اصولو خلاف دي، خو روغتون بیا وايي، خپله پالیسي عملي کوي.

روغتون بي بي سي ته په دې هکله وویل: ''د ډالۍ شویو بدن غړو لږوالي ته په کتو سره موږ هڅه کوو، داسې ناروغانو ته دا غړي پیوند کړو، چې د ژوندي پاتې کېدو احتمال یې ډېر وي. ''

د روغتون یوه ویاند په دې هکله وویل، روغتون ''د دې لپاره د کورونا ضد واکسین او ژوند تېرولو رویه لازم بولي چې د عملیاتو کامیابۍ او له عملیاتو وروسته د پیوند شویو غړو سره د ژوندي پاتې کېدو احتمال ډېر شي. ''

د روغتون مسوولین وايي، د پیوندولو لپاره د بدن غړو کموالي له کبله د داسې نژدې پنځه زره کسانو نومونه په لیستونو کې شته، چې ښايي تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د عملیاتو نوبت و نه مومي.

واکسین ته هڅوونه

د خیریه ادارې ګوفنډمي مسوولینو په خبره ښاغلی فیرګوسن د زړه یوې داسې ناروغۍ له کبله چې سږو ته یې د وینې بهیدو لامل کېږي، د تېر نومبر له ۲۶ راهیسې روغتون کې بستري دی.

د دې خیریه ټولنې په وینا ښاغلي فیرګوسن سره اندېښنه وه، چې ښايي کورونا ضد واکسین جانبي عوارض یې د زړه التهابي کېدو لامل شي، چې د امریکا ناروغیو کنټرول او مخنیوي ادارې 'سي ډي سي ' مسوولینو په وینا خورا لږ کسان له دې حالت سره په موقت ډول مخامخېدای شي.

سي ډي سي هغه کسان د اضافي پیاوړي کوونکي خوراک په ګډون د بدن غړو پیوند غوښتونکي کورونا ضد واکسین ته هڅوي.

د دوو ماشومانو پلار فیرګوسن خپلوان وايي، نوموړی به لا هم په روغتون کې پاتې شي. خپلوان یې وايي، دی ډېر کمزوری دی، په یوه او بل روغتون یې نه شي ګرځولای او ''وخت یې په کمېدو دی. ''

د نوموړي پلار ډیوډ فیرګوسن وايي: ''زوی مې په خورا جراات سره مبارزه کوي، دی خپلو اصولو او باورونو ته ډېر ژمن دی او له همدې کبله ورته ډېر درناوی لرم. دا یې خپل بدن دی او دا یې خپله خوښه ده. ''

امریکا کې له دې مخکې هم ورته پېښې شوې.

د روانې میاشتې لومړیو کې د مینیسوټا یوې ښځې له هغه وروسته محکمې ته د هغه روغتون خلاف شکایت وکړ، چې د دې ناواکسین شوی مېړه یې څلور میاشتې وروسته د مصنوعي تنفس له الې (وینټیلیټر) لېرې کړ.

د یادونې ده، چې تر اوسه ۶۳ سلنه امریکایانو د واکسین دواړه خوراکه ترلاسه کړي او نژدې ۴۰ سلنه نفوس ته اضافي پیاوړی کوونکی خوراک هم ورکړل شوی.