۷۷ کاله وروسته هغه سړی پېژندل شوی چې نازیانو ته یې د ان فرینک جاسوسي کړې وه

ان فرینک

د عکس سرچینه، Ann Frank Museum

د خپرېدو وخت

یوه نوې پلټنه کې هغه مشکوک کس پېژندل شوی، چې د ان فرینک له کورنۍ سره یې د نازي جرمني لپاره جاسوسي کړی.

یهودۍ پېغلې ان فرینک تر دوو کلونو پورې پټ ژوند کاوه، یاداشتونه یې لیکل او ۱۵ کلنه وه، چې د نازي جرمن پوځیانو په یوه توقیف کمپ کې مړه شوه.

د دې یاداشتونه چې له مړینې وروسته یې چاپ او خپاره شول، د نړیوالې جګړې ترڅ کې د یهودانو د ژوند څرنګوالي په هکله تر ټولو معتبر سند بلل کېږي، چې د پښتو په ګډون ګڼو ژبو ته ژباړل شوي دي.

اوس د څارګرې ادارې ایف بي ای د یوه پخواني کارکوونکي په ګډون د پلټونکو یوې ډلې موندلې چې ارنلډ وان دین بیرغ نومي یهودي سړي ښايي د خپلې کورنۍ ژغورلو لپاره د فرینک کورنۍ په تړاو نازي پوځیانو ته معلومات ورکړي وي.

د تاریخي اثارو او نورو ماهرینو دې ډلې شپږ کاله د دې پخوانۍ قضیې په هکله د پلټنو له نویو مېتودونو سره معلومات راټولول.

دوی دې لړ کې د بېلا بېلو خلکو تر منځ د اړیکو معلومولو لپاره له کمپیوټر تنکالوژۍ هم کار اخیستی، چې د انسانانو زرګونه ساعت وخت به یې نیولی وای.

وان دین بیرغ په امسټرډام کې د یهودانو هغې شورا غړی و، چې نازیانو په یهود مېشتو سیمو کې د خپلو پالیسیو پلي کولو لپاره ګومارلې وه.

وروسته ۱۹۴۳ کال کې دا شورا هم له منځه یوړل شوه او غړي یې توقیف کمپونو ته ولېږدول شول.

په تازه پلټنه کې موندل شوې، چې وان دین بیرغ توقیف کمپ ته نه و استول شوی او همالته امسټرډام کې یې عادي ژوند کاوه.

داسې وړاندیز هم و، چې د یهودانو شورا یوه غړي نازیانو ته معلومات ورکول.

د ایف بي ای پخوانی غړی وینس پانکوک د سي بي اېس په ۶۰ دقیقې خپرونه کې په دې هکله وايي:

''کله چې وان دین بیرغ د خوندیتوب په تړاو هر څه له لاسه ورکړل، نو مجبور شو چې نازیانو ته داسې څه مهم په لاس ورکړي، چې له کبله یې دی او مېرمن یې همالته خوندي پاتې شي. ''

د پلټونکو ډله وايي، دوی ته ستونځمنه وه، چې معلومه کړي، ښايي یو بل یهودی سړي جاسوسي کړې وي، خو دوی داسې معلومات موندلي چې ښيي د ان فرینک پلار اوټو فرینک ښايي په دې هکله معلومات درلودل، چې پټ یې ساتلي وو.