د قزاقستان د ناکراريو لامل څه و؟
د خپرېدو وخت
په قزاقستان کې چارواکي وايي وروستۍ تاوتریخوالي چې لسکونه کسان په کې ووژل شول، د دولت پرضد همغږی شوی برید و. چارواکي د ناکراریو پړه پر وسله والو توندلارو وراچوي چې په باور یې بهر کې روزل شوې دي.
خو داسې ډېرېدونکي شواهد شته چې ښيي د قزاقستان په واکمنانو کې د واک پر سر ناندریو ښايي تاوتریخوالو ته لار هواره کړې وي.