قزاقستان کې تاوتريخوالی: تېره اوونۍ تر ۱۵۰ ډېر کسان وژل شوي
د خپرېدو وخت
په قزاقستان کې د ویر ورځ ده. د تېرې اوونۍ په ناکراریو کې تر ۱۵۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د تېلو بیو د لوړیدو له امله پراخې مظاهرې په چټکۍ په تاوتریخوالي بدلې شوې. ډزې اوس بندې شوې، او چارواکي د ګډوډیو پاتې شونې ارزوي.
حکومت وايي څه باندې اته زره کسان یې د دوی په وینا له بلوا وروسته نیولي دي. زموږ خبریال عبدالجلیل عبد الرسولوف دغه رپوټ له الماتې رالېږلی دی.