قزاقستان: ناکرارۍ يې روسيې او منځنۍ اسيا ته په څه مانا دي؟

د ویډیو تشریح، قزاقستان: ناکرارۍ يې روسيې او منځنۍ اسيا ته په څه مانا دي؟
د خپرېدو وخت

په قزاقستان کې دیکتاتور مشر امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې بې له خبردارۍ هم پر حکومت ضد لاریونیانو ډزې کولای شي.

دا گواښ داسې مهال کېږي چې په دغه هېواد کې د مظاهره چیانو د ځپلو لپاره عملیات پيل شوې دي.

قراقستان چې له لویه سره باثباته هېواد بلل کېده، د پخواني شوروي اتحاد جمهوریت دی. په دې هېواد کې اکثریت وګړي مسلمانان دي چې روسي لږکي هم پکې شته او د ټولې نړۍ د طبیعي سرچینو درې سلنه برخه لري.

تېره پنچشنبه له پراخو تاوتریخجنو مظاهرو وروسته، په پلازمېنه الماتا کې لاریونه پیل شول.