د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری: د کورونا نوې بڼه باید نرمه و نه بلل شي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د نړۍ لر او بر کې د روغتیا پالنې پر نظام فشار ډېر شوی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د نړۍ لر او بر کې د روغتیا پالنې پر نظام فشار ډېر شوی
د خپرېدو وخت

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د کورونا وېروس نوې بڼه اومېکرون باید نرمه و نه بلل شي، بلکې خبرداری یې ورکړی چې دا په ټوله نړۍ کې خلک وژني.

له دې مخکې څېړنو کې ویل شوي وو، چې د نوې بڼې له کبله ښايي لږ خلک دومره سخت ناروغ شي، چې تر روغتونه ورسول شي، خو د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکتر ټیډروس ادهانوم ګېبرسوس وايي، خور ډېرو خلکو ته د وېروس لېږد روغتیايي نظامونه تر سخت فشار لاندې راولي.

د د دوشنبې پر ورځ په امریکا متحدو ایالتونو کې د څلروېشتو ساعتونو موده کې له یو میلیون ډېر نوي ناروغان ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مسوولین وايي، تېره اونۍ په نړیواله کچه د نویو ناروغانو شمېر ۷۱ سلنه زیات شوی او په امریکا کې بیا دا کچه ۱۰۰ سلنې ته رسېدلې ده.

د دې ادارې مسوولین وايي، په سختو ناروغانو کې ۹۰ سلنه کسان هغه دي، چې واکسین یې نه دي کړي. ډاکتر ټیډروس د پنجشنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته وویل:

''داسې ښکاري چې اومېکرون بڼه د ډیلټا بڼې پرتله یو څه نرمه ده، په ځانګړې توګه هغو ناروغانو کې چې واکسین یې کړي، خو مانا یې هېڅکله دا نه ده، چې نرمه یې وبولو، کټ مټ د کورونا نورو بڼو په څېر د دې بڼې له لاسه هم خلک روغتونونو کې بستري کېږي او خلک مري. ''

People queue for Covid tests in France

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، فرانسه کې دا وروستیو کې د نویو ناروغانو شمېر ډېر شوی

نوموړي زیاته کړه:

''رښتیا خو دا دي چې د وېروس خپرېدو څوماني (توفان) دومره چټک او پراخ دی، چې د روغتیاپالنې نظامونه یې تر سخت فشار لاندې راوستي دی. ''

ماهرین وايي، اومېکرون بڼه خورا په چټکۍ سره خپرېږي او ان هغه کسان هم پرې اخته کېږي، چې واکسین یې کړي وي. خو ماهرین په دې باور دي چې واکسین د دې بڼې مقابل کې مدافعت زیاتوي او د ناروغۍ سختېدو احتمال ډېر کموي.