د سګرېټو بدل کې سلاد؛ د چین قرنطین شوي ښار اوسېدونکو د تبادلې سوداګرۍ ته مخه کړې

پر خواله رسنیو داسې تصویرونه خپاره شوي، چې ځینې کسان د خوراک بدل کې سګریټ او الیکترونکي الات پلوري

د عکس سرچینه، Weibo

د عکس تشریح، پر خواله رسنیو داسې تصویرونه خپاره شوي، چې ځینې کسان د خوراک بدل کې سګریټ او الیکترونکي الات پلوري
د خپرېدو وخت

د چین په شي یان ښار کې چې ټول وګړي یې قرنطین شوي دي، ځینې ځايي اوسېدونکو د خوراک نه درلودلو له کبله د خوړو بدل کې د کور توکو او الیکترونیکي الاتو تبادلې ته مخه کړې ده.

پر خواله رسنیو داسې اعلانونه لیدل شوي، چې یو شمېر ځايي اوسېدونکي د خوړو بدل کې د تکنالوژۍ الاتو ورکولو وړاندیزونه کوي.

د ۱۳ میلیونه اوسېدونکو دې ښار ټولو اوسېدونکو ته د دسمبر پر ۲۳ ویل شوي، چې له کورونو بهر نه شي او ان د خوړو ترلاسه کولو لپاره هم بهر ته د وتلو اجازه نه لري.

یو شمېر ځايي اوسېدونکو بیا د خواله رسنیو له لارې د هغو ستړو، ستونځو شکایتونه کړي، چې په کورونو کې د ایسارېدو له کبله ورسره لاس او ګرېوان دي.

ځايي چارواکي خلکو ته بې بیې خواړه ورکوي، خو یو شمېر ښاریان وايي، لږ خواړه ورته رسېږي او ځینې بیا وايي، هیڅ نه دي ورکړل شوي.

د چینايي ژبې پر وېبو خواله رسنۍ داسې ویډیويي کلیپونه لاس پر لاس کېږي، چې ځینې ځايي خلک د سلاد بدل کې د سګریټو او د کالیو وینځلو صابون بدل کې د مڼو ترلاسه کولو په حال کې لیدل کېږي.

دې کې داسې ویډیويي کلیپونه هم لیدل شوي، چې د ویډیويي لوبو او نورو الیکترونیکي حالاتو بدل کې ځینې کسان نوډلز (میچي) یا نور پاخه شوي خواړه ترلاسه کوي.

د خواله رسنیو ځینې کاروونکو په خپلو پیغامونو کې په دې اړه شکایتونه کړي، خواشیني یې څرګنده کړې، خو ځینې نورو بیا هیله مندي ښوولې او په وینا یې د ګاونډیو له لوري د خوړو وېش احساساتي کړي دي.

شي یان ښار کې د دسمبر له نهمې راهیسې د ۱۶۰۰ نویو ناروغانو نومونه ثبت شوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شي یان ښار کې د دسمبر له نهمې راهیسې د ۱۶۰۰ نویو ناروغانو نومونه ثبت شوي

شي یان دا وروستیو کې په چین کې د کووېډ خپرېدو مرکز بلل کېږي او چارواکو یې د مخنیوي لپاره سخت اقدامات کړي دي.

چارواکي هیله من دي چې د نوي سپوږمیز کال او راتلونکي میاشت بیجینګ اولمپیک سیالیو له پیله مخکې به وبا له منځه یوسي.

د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د شي یان ښار سویلي مینګدي اته ینګلي ښارګوټي اوسېدونکي وايي، نیمه شپه ورته وویل شول، چې له کورنو ووځي او قرنطین مرکزونو ته لاړ شي.

رپوټونو کې ویل شوي، د دې سیمې په هکله چارواکو ته دا وروستیو کې معلومه شوې، چې د کووېډ ناروغان پکې شته.

د چین ګڼ شمېر رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د کورونا له معاینې وروسته ځايي خلک سره ګډ شوي وو.

د شي یان اوسېدونکو ته د حکومت له لوري خواړه ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د شي یان اوسېدونکو ته د حکومت له لوري خواړه ورکول کېږي.

که څه هم تر اوسه معلومه نه ده، چې څومره خلک له کورونو ایستل شوي، خو د خواله رسنۍ یوه کارن لیکلي، د ښارګوټي څنګ ته یې نژدې ۳۰ بس ګاډي ولیدل چې د خلکو لېږدولو لپاره استول شوي وو.

یوه بل کارن بیا ادعا کړې چې نژدې ۱۰۰۰ کسان دې مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

یو شمېر ځايی کسانو ویلي، تر څو ساعتونو پورې په بسونو کې منتظر ساتل شوي وو.

رپوټونو کې ویل شوي، قرنطین مرکزونو ته لېږدول شویو خلکو کې د لوی عمر کسان، ماشومان او مېندوارې مېرمنې هم شاملې وې.