اقليمي بدلون: مالي کې يې د خلکو ژوند سخت کړی دی

د ویډیو تشریح، اقليمي بدلون: مالي کې يې د خلکو ژوند سخت کړی دی
د خپرېدو وخت

د افریقا په ساحل کې پراته هېوادونه د اقلیمي بدلون له امله له ډېر زیان سره مخامخ دي. خپله دا هېوادونه د نړیوال شین کوریزو ککړونکو غازونو ډېره لږه برخه تولیدوي.

دا سیمه له پخوا لا جګړو او تاوتریخوالي ځپلې ده. اوس اقلیمي بدلون ورسره یو ځای شوی چې دغلته د اوسېدونکو ژوند یې لا نور هم له کړاو سره مخامخ کړی دی.

د بي بي سي خبریال د مالي له مرکز موپتي رپوټ لري. دغه ځای تر ټولو بد زیانمن شوی دی. دی د سره صلیب له نړیوالې کمېټې سره یو ځای دغې سیمې ته ورغلی دی.

پام مو وي چې په دې رپوټ کې ځینې برخې به تاسې خپه کړي.