یوه سړي څنګه په تیاره کې ډوب کلي ته برېښنا راوړه؟
د خپرېدو وخت
سلګونه میلیونه کسان برېښنا نه لري. خو بل لور د نړۍ په لر او بر کې داسې خلک هم لږ نه دي چې د برېښنا موندلو لپاره د کور - کلي په کچه هلې ځلې کوي. دوی داسې وسایل کاروي چې په اسانۍ سره موندل کېږي. د کینیا جان ماګیرو هم له دې کسانو یو دی. دی خپل کلي ته د برېښنا ورتلو له انتظاره ستړی شو او بالاخره یې په خپله یو کوچنی برېښناکوټ چمتو کړ، چې په دې ویډیو کې یې نور حال وینو او اورو.