د ټولو خلکو واکسینولو کې څه ډول ستونزې دي؟
د خپرېدو وخت
د کورونا وېروس نوې بڼې اومېکرون له خپرېدو وروسته د نړۍ په لر او بر کې د خلکو واکسینولو لپاره هلې، ځلې زیاتې شوې دي. بل لور په داسې حال کې چې ډېری لوېدیځو هېوادونو کې خلک د واکسین درېیم خوراک ترلاسه کولو لپاره کتارونه جوړوي، په بیوزله هېوادونو کې ګڼ شمېر کسانو ته د دې واکسین لومړی خوراک هم نه دی رسېدلی. د واکسین وېش کې دا نابرابري څنګه له منځه تلای شي؟