تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا تاریخ کې تر ټولو 'ګرانبیه طلاق'؛ د دوبۍ واکمن له خپلې مېرمنې بېلېږي
- Author, فرانک ګارډنر
- دنده, د بي بي سي د امنيتي برخې خبريال
- د خپرېدو وخت
د متحده عرب اماراتو د دوبۍ شتمن واکمن محمد بن راشد ال مکتوم خپلې پخوانۍ مېرمنې شهزادګۍ هيا ته چې د اردن د پخواني پاچا حسين لور ده د طلاق دوسيه کې ۵۵۰ ميليونه ډالر ورکوي.
دا پرېکړه د بريتانيا په تاريخ کې د طلاق تر ټولو ستره دوسيه بلل شوې ده.
محکمې د دوبۍ واکمن ته امر کړی چې خپلې پخوانۍ مېرمنې ته ۲۵۱.۵ ميليونه پونډه نغد ورکړي، د دې سربېره د څو ميليونو پونډو د ملکيتونو لګښت هم ورکړي، يو د لندن کېنسېنګټن ماڼۍ ته څېرمه او بل په سري کې چېرته چې د شهزادګۍ حيا اصلي استوګنځی دی.
په دې کې امنيتي لګښتونه، رخصتۍ، د نرس او ماشوم پالونکې معاش، کور، د کورنۍ لپاره زغره وال موټر او د مختلفو څارويو د ساتنې لګښت هم شامل دي.
د دوی دوو ماشومانو ۱۴ کلنې نجلۍ او ۹ کلن هلک هر يوه لپاره د کال ۵.۶ ميليونه پونډو ورکول او د دې لپاره د ۲۹۰ میليونه پونډو ضمانت هم شامل دي.
۴۷ کلنې شهزادګۍ هيا د محمد بن راشد ال مکتوم له شپږو مېرمنو يوه وه. شيخ محمد د دوبۍ واکمن او د متحده عرب امارتو لومړی وزير دی.
شهزادګۍ هيا په ۲۰۱۹ کال کې وروسته له هغه چې پوه شوه چې شيخ محمد د هغه دوه لوڼې شهزادګۍ لطيفه او شهزادګۍ شمسيه په زور متحده عرب اماراتو ته استولې دي د خپل ژوند له وېرې د خپلو ماشومانو سره بريتانيا ته وتښتېده.
د متحده عرب اماتو ۷۲ کلن لومړي وزير په محکمه کې د خپلو دوو لوڼو تښتول رد کړل، که څه هم محکمې د ټولو احتمالونو په نظر کې نيولو سره په خپله پرېکړه کړې دا خبره تائيد کړه.
شهزادګۍ هيا په بريتانيا کې هم ګواښونکې پيغامونه ترلاسه کړي، لکه "موږ کولی شو تاسو ته هر چېرې چې وئ ورسېږو". نوموړې له دې وېرې چې خپل دوه ماشومان به يې وتښتول شي او دوبۍ ته به واستول شي د دوي پر امنيت ډېرې پيسې لګولې دي.
د بريتانيا سترې محکمې سږ کال پرېکړه وکړ چې شيخ محمد د شهزداګۍ هيا د هغې د ساتونکو او د هغې د قانوني ټيم موبايلونه په غیرقانوني توګه هک کړي وو. خو شيخ محمد په بريتانيا کې يوې محکمې ته ويلي چې ده ته هېڅ ډول هک شوي معلومات نه دي ورکړل شوي او نه هم د ده په امر د چا څارنه شوې ده.
د طلاق په پرېکړه کې قاضي حکم وکړ چې شهزادګۍ هيا او د هغې دوه ماشومان ډېر په زيان منونکي حالت کې دي او په بريتانيا کې د دوی د خونديتوب لپاه سختو امنيتي تدبيرونو ته اړتيا ده.