تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا شهزاده چارلس له افغانستان سره بشري مرستو کمپاین کې برخه واخیسته
- Author, ببرک احساس
- دنده, بي بي سي لندن
- د خپرېدو وخت
د بریتانیا ولیعهد شهزاده چارلس خبرداری ورکړی چې ښايی په روان ژمې کې په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره یو میلیون ماشومان ژوند وبایلي.
بل لور په بریتانیا کې یوې مرستندویه ادارې له خلکو غوښتي چې روان ژمې افغانستان کې د خلکو له ژغورنې سره مرسته وکړي.
له کله چې شهزاده چارلس له دغې مرستندویه ادارې سره خپل غږ غبرګ کړی، ورسره دغې مرستندویه ادارې میلیونونه ډالره بسپنه ټوله کړې ده.
په بریتانیا کې له افغانستان سره د بېړنیو مرستو کمېټه تېره اونۍ داسې مهال اعلان شوه چې ویل کېږی، نژدې اته میلیونه افغانان د لوږې له خطر سره مخامخ دي.
دغه کمېټه غواړي اړمنو افغانانو سره د سر پناه، خوراکي موادو او په روغتیایی برخه کې مرسته وکړي. یادې کمېټې د شهزاده چارلس په ملاتړ په یوه اوونۍ کې له افغانستان سره د مرستې په موخه ۱۷ نیم میلیونه پاونډه چې څه باندې ۲۳ میلیونه ډالره کېږی بسپنه ټوله کړې ده.
د بریتانیا ولیعهد وايي، خوښ دی، چې وتلیو نړیوالو خیریه ټولنو له اړمنو افغانانو سره د مرستې په پار دغه کمېټه جوړه کړې.
شهزاده چارلس وايي، د دې کمپاین ملاتړ کوي چې د ماشومانو او لویانو د خوړو او نورو اړتیا وړ توکو مرستو لپاره پیل شوی.
بل لور د ژغورنې د نړیوالې کمیټې بریتانوۍ مرستندویه اداره چې له ۱۵ مرستندویه ادارو جوړه ده، اوس په افغانستان کې له خلکو سره د مرستو برخه کې بوخته ده.
مرستندویه ادارې وېره څرګندوي چې د وچکالۍ، جګړې، کورونا او اقتصادي بندیزونو له کبله د افغانستان روان بحران ښايي په ژمي کې لا ناوړه بڼه غوره کړي.
بل لور بریتانیا حکومت وايي، دوی به دې مرستو کې لس میلیونو پورې مرسته اضافه کړي.
د بریتانیا مرستو ادارې مشر صالح سعید په ټولو خلکو غږ کړی چې له افغانانو سره د مرستې لپاره رامخکې شي. نوموړی وايي، خورا لږ وخت لرو او په افغانستان کې اته میلیونه خلک د لوږې له خطر سره مخامخ شي.