هند کې د وژل شويو ملکيانو وير: کورنيو يې د حکومت نغدي تاوان رد کړی
د خپرېدو وخت
د هغو ۱۴ ملکیانو کورنیو چې د دې میاشتې په پیل کې د هندي پوځ لخوا وژل شوي وو، اوس د هندي حکومت لخوا نغدي تاوان رد کړی دی. دا ولسي وګري په ناګالنډ کې وژل شوي وو. دا د میانمار پولې ته نژدې یوه لرې پرته سیمه ده.
دا ډېر وخت کېږي چې دغلته د هندي واک پر ضد مبارزه روانه ده. د وژل شویو کورنۍ وايي پړه او مسوول سرتېري دې محاکمه شي او هغه قانون دې لغوه شي چې هندي سرتېرو ته بې اندازې واک ورکوي.
د بي بي سي خبریال نتېن سرېواستوا له سیمې رپوټ لري.