لندن کې د يوې ايغورۍ مېرمنې رستورانت

د ویډیو تشریح، لندن کې د يوې ايغورۍ مېرمنې رستورانت
د خپرېدو وخت

مقدسه يادګار، لندن کې د يوه رستورانت څښتنه ده، چې له لسو کلونو راهيسې بریتانيا کې مېشته ده.

دا ايغورۍ ده، د مسلمانانو هغې ټولنې يوه تنه چې خلک یې د چين تر ولکې لاندې شينجيانګ يا ختيځ ترکستان کې له ځپونکې تګلارې او ربړونې سره مخامخ دي.

د چين پر حکومت تور دی، چې له يو ميليون ډېر مسلمانان يې بنديان کړي او دا چې غواړي د ايغور کلتور او فرهنګ له منځه يوسي.

مقدسه بيا هره مياشت د ايغوريانو دودونو او فرهنګ ساتلو لپاره، خپل رستورانت په يوه داسې مرکز اړوي چې د خپلو خوړو، موسيقۍ او نڅا دودويزې بڼې ننداره په کې وړاندې کړي.