تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلغاریا؛ د بس ټکر پېښه کې لسګونه کسان وژل شوي
بلغاریا کې چارواکي وايي، د هېواد لوېدیځ کې یوه بس له ټکر کېدو وروسته اور اخیستی چې له کبله یې د ۱۲ ماشومانو په ګډون ۴۵ کسان وژل شوي دي.
پېښه له ځايي وخت سره سم نژدې دوې بجې د پلازمېنې سوفیا سویل لویدیځ ته بوسنیک نومي کلي ته نژدې رامنځته شوې ده.
رپوټونو کې ویل شوي، د پېښې ښکار شوی بس په مقدونیا کې راجستر دی او معمولاً به یې د هغه هېواد اوسېدونکي لېږدول.
د دې بس ټکر کېدو او اور اخیستنې په هکله پلټنې پیل شوې دي.
د بلغاریا کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، تر اوسه معلومه نه ده، چې لومړی په بس کې اور لګېدلی، بیا ټکر شوی او که لومړی ټکر شوی او بیا یې اور اخیستی دی.
چارواکي وايي، بس یا له اور اخیستو مخکې او یا هم وروسته د سړک غاړې له خنډونو سره ټکر شوی دی.
د پېښې له ځایه اووه کسان د سوفیا روغتونونو ته داسې حال کې لېږدول شوي، چې د اور لمبو سوځولي وو.
د کورنیو چار وزیر ستیفان یانیف دا پېښه ''یوه ستره غمیزه '' بللې ده.
د پېښې ځای کې له خبریالانو سره خبرو کې نوموړي وویل:
''راځئ له دې پېښې زده کړو، چې په راتلونکي کې د داسې پېښو مخنیوی وکړو. '' د رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې د مقدونیا بهرنیو چارو وزیر بوجار عثماني له قوله ویل شوي، چې بس کې ناست کسان په رخصتیو د ترکیې استانبول ښار ته تللي وو او له هغه ځایه بېرته پلازمېنې سکوپجي ته ستنېدل چې له پېښې سره مخامخ شول.
د بي ټي وي خبري شبکې په رپوټ کې د بلغاریا لومړي وزیر بویکو راشکوف له قوله ویل شوي، چې د وژل شویو کسانو مړي په بشپړه توګه سوځېدلي دي.