عبدالله حمدوک بيا د سودان لومړی وزير شوی

د ویډیو تشریح، عبدالله حمدوک بيا د سودان لومړی وزير شوی
د خپرېدو وخت

د سودان لومړی وزیر عبدالله حمدوک بېرته پر خپله دنده ګومارل شوی دی.

دی په دغه هېواد کې له پوځي کودتا یوه میاشت وروسته، پر تلویزیون را ښکاره شو او له پوځي جنرالانو سره یې، چې دی له دندې لرې کړی و، یو سیاسي تړون وکړ.

په دغه هېواد کې د پوځ پر ضد مظاهرې هم هماغسې روانې دي. زرګونه کسان په پلازمېنه خرطوم کې پر ولسمشرۍ ماڼۍ ورغلي دي.