بېلاروس: د کډوالو کړکېچ

د ویډیو تشریح، بېلاروس: د کډوالو کړکېچ
د خپرېدو وخت

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران په برسلز کې غونډ شوي وو چې د بلاروس پر ضد پر پراخو بندیزونو خبرې وکړي.

د پولنډ پوله ساتو ځواکونو پر بلاروس تور پوری کړی دی چې د کډوالو له لویو ډلو سره مرسته کوي چې په زور اروپايي ټولنې ته واوړي.

زرګونه خلک همدا اوس د بلاروس او پولنډ پر پوله په خېمو کې په ډېره سړه هوا کې پراته دي او هیله یې دا ده چې اروپايي اتحادیې ته واوړي.

زموږ خبریالې جني هېل دا رپوټ را لېږلی دی خو پام مو وي چې ځینې برخې به یې تاسې خپه کړي.