مصر کې لړمانو سلګونه کسان چیچلي؛ ۳ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د مصر په سویلي اسوان ښار کې لړمانو لږ تر لږ ۳ کسان وژلي او سلګونه نور عام وګړي یې هم ژوبل کړي دي.
پېښه هغه مهال وشوه چې له سختې هوا او توپانونو وروسته سېلاب ګڼ شمېر لړمان د خلکو تر کورونو او کوڅو راوړل.
د عامې روغتیا وزارت یوه چارواکي ویلي، دې لړمانو په کورونو او لارو کوڅو کې شاوخوا څلور نیم سوه کسان چیچلي دي.
د تېرې جمعې پر ورځ د نیل سیند ته نږدې سخته ږلۍ وشوه او توپان هم ورسره مل و، چې له کبله یې لړمان له خپلو سیمو بېځایه شول او له اوبو سره د کورونو خوا ته وبهېدل.
چارواکي وایي، د توپان او سېلاب له کبله یوازې لړمان نه، بلکې ګڼ شمېر ماران هم له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت یوه چارواکي ځایي رسنیو ته ویلي، غرونو او دښتو ته نږدې کلو کې طبي مرکزونو ته د زهرو ضد اضافي درمل ورکړل شوي دي.
همدا راز خلکو ته سپارښتنه شوې ده چې کورونو کې پاتې شي او داسې سیمو کې دې نه ګرځي چې ډېرې ونې پکې وي.
یاده دې وي چې د نړۍ ځینې تر ټولو زهرجن او وژونکي لړمان په مصر کې موندل کېږي.
د تورې لکۍ لړم کولی شي چې یو کس له چیچلو وروسته د یو ساعت په موده کې ووژني.
د لړم له چیچلو وروسته انسان ته ساه بندېږي پیدا کېږي، د بدن عضلات یې لړزېږي او سر یې غیر نورماله حرکتونه کوي.



















