تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ناروې د کډوالو کومېټه: هره ورځ زرګونه افغانان د سر خونديکولو لپاره ایران ته تښتي
د کډوالو لپاره د ناروې کومېټه (این ار سي) وايي، هره ورځ د له د څلورو تر پنځو زرو افغان وګړي د خپل سر خوندي کولو لپاره له افغانستان ایران ته تښتي.
یاده کومېټه اټکل کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر اوسه یوازې ایران ته د رسېدلو افغان کډوالو شمېر درې سوه زره کسانو ته رسېږي، چې په وینا یې د ژمي له رانژدې کېدو سره به دې شمېر کې لکونه نور کسان هم زیات شي.
د دې کومېټې مشر جان ایګیلانډ ایران ته د یوه سفر ترڅ کې ویلي، دوی په ایران کې له افغان کډواولو سره مرسته کوي، خو ایران په یوازې سر د دومره ډېرو کډوالو پالنه نه شي کولای.
د شورا په اعلامیه کې د ښاغلي ایګیلانډ له قوله ویل شوي، د سخت ژمي له راتګ مخکې باید په افغانستان کې دننه او د ایران په څېر ګاونډیو هېوادونو کې سملاسي له کډوالو سره مرستې زیاتې شي.
په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد له ستونزو سره مخ دی، رپوټونو کې ویل کېږي چې زرګونه کسان هره ورځ له قاچاقي لارو ایران ته ننوځي.
همدا راز د ساړه ژمي له راتګ مخکې هم زرګونه افغانان د ایران او پاکستان پر لور له غیر قانوني او سختو لارو د تلو تکل کوي.
د افغانستان نیمروز ولایت له مرکز زرنج نه د بي بي سي خبریال سکندر کرماني په یوه ځانګړي رپوټ کې ویلي، په نژدې یوه ساعت کې یې داسې پنځوس ګاډي ولیدل چې له کډوالو ډک وو او له پاسپورټ او ویزې پرته د پاکستان له لارې ایران ته روان وو.
د کډوالو لپاره د ناروې کومېټې مسوولین وايي، یوازې د ایران مېشتو افغانانو لپاره ۱۳۶ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده. دغې شورا د پولنډ په ګډون چې په وینا یې یو شمېر افغان کډوال یې بېرته شړلي، له اروپايي هېوادونو غوښتي چې وضعیت ته په کتو د کډوالو پر مخ پولې و نه تړي او د رد شویو غوښتنو له سره غور وکړي.
د پولنډ - بېلاروس پر پوله د کډوالو کړکېچ
د پولنډ د دفاع وزیر ماریوس بلاژاک ویلي، تېره شپه زرګونو کډوالو هڅه کړې چې له بېلاروس سره د دې هېواد له ګډې پولې پولنډ ته ور واړوي، خو د مخنیوي لپاره یې ۱۵ پوځیان ځای پر ځای شوي. یاده سیمه کې لږ تر لږه دوه زره کډوال ایسار دي، چې ګڼ افغانان هم پکې شامل دي.
د دې کډوالو برخلیک اوس پر یو نړیوال قانوني کړکېچ بدل شوی او بېلابېل هېوادونه د دې وضعیت پړه پر یو بل اچوي.
اروپایي ټولنه، ناټو او امریکا پر بېلاروس تور لګوي چې په لوی لاس یې دا ناورین رامنځته کړی، او د پولنډ حکومت بیا د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ملامت بولي.
بېلاروس او پولنډ همدا راز پر یو بل تور لګوي چې پر ګډه پوله یې له کډوالو سره تاوتریخوالی کړی.
پولنډ په یاده سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی او د بي بي سي په ګډون نورو خبري شبکو ته یې هلته د تګ اجازه نه ده ورکړې.
د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې له سیمې ترلاسه شوې ویډیوګانې ښیي چې زرګونه کډوالو د بېلاروس خاوره کې راټول شوي او پولنډ ته د اوښتو هڅه کوي.
دې کسانو کې ګڼ شمېر ماشومان، مېرمنې او د پاخه عمر کسان هم شته، او د شپې لخوا سختې یخنۍ او د خواړو نشتون هم ستونزې رامنځته کړې دي.
بې برخلیکه افغان کډوال
د دې کډوالو لویه برخه د افغانستان، سوریې او د منځني ختیځ او اسیا د ځینو نورو جګړه ځپلیو هېوادونو وګړي دي.
یاده دې وي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې سلګونه زره کسان له دې هېواده وتلي او دا لړۍ لا هم دوام لري.
د بي بي سي یوې ځانګړې پلټنې ومونده چې افغانستان کې ایسار زرګونه کسان له دې هېواده د وتلو لپاره ځانونه انساني قاچاقبرو ته سپاري.
مرستندویه کارکوونکي وایي، د پولنډ حکومت لخوا د بېړني حالت اعلانول په دې معنا دي چې دوی سیمې ته نشي ورتلی او له اړمنو کسانو سره مرسته نشي کولی.
اروپایي کمېسیون د بېلاروس پر ولسمشر الکساندر لوکاشېنکو تور لګوي چې زرګونه کډوال یې اروپا ته د اسانې لارې په پلمه تېر ایستلي.
یاد کمېسیون وایي، لږ تر لږه د شلو هېوادونو وګړي بېلاروس ته د چکر په ویزو ورغلي او اوس هڅه کوي اروپا ته واوړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس ویلي، روان وضعیت د منلو نه دی او اروپایي ټولنه به د هغو حکومتونو پر ضد ګام اخلي چې د انسانانو قاچاق ته لار هواروي.
یاده دې وي چې بېلاروس دا مهال د اروپایي ټولنې لخوا له یو شمېر بندیزونو سره مخ دی، خو ولسمشر لوکاشنکو دا تورونه رد کړي چې ګواکې د غچ اخیستو لپاره یې کډوال د اروپایي ټولنې پر لور ور خوشي کړي.
په ورته مهال پر پولنډ هم نیوکې شوې دي چې د کډوالۍ نړیوال قانون یې تر پښو لاندې کړی او کډوال یې په زور بېرته د بېلاروس خاورې ته لېږدولي دي.