د کډوالو له امله پولنډ له بېلاروس سره خپلې پولې تړلي

د ویډیو تشریح، د کډوالو له امله پولنډ له بېلاروس سره خپلې پولې تړلي
د خپرېدو وخت

پولنډ وايي د زرګونه کډوالو هغې هڅې مخه یې ډب کړې چې غوښتل يې له بېلاروس سره یې پر پوله بندر ورمات کړي.

پولنډيو چارواکو ويلي له بېلاروس سره د تلوراتلو لويه لار تړي، داسې حال کې چې ورنژدې سيمه کې کډوالو، چې شمېر یې په زياتېدو دی، پنډغالی جوړ کړی دی.

وارسا پر مېنسک تور لګولی چې له منځني ختيځه خلک هڅوي دغه هېواد ته ورشي او بيا په زور دوی ته ورټېل وهي.

اروپايۍ ټولنې ويلي له پولنډ سره پر پوله به له کډوالو سره د چلن پر سر پر بېلاروس لا نور بنديزونه لګوي.