تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا؛ د موسیقۍ مېله کې د ټېل ما ټېل له کبله اته کسان وژل شوي
د امریکا ټکساس ایالت یوې موسیقۍ مېله کې د ګډونوالو ټېل ماټېل رامنځته کېدو له کبله اته کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ټراویس سکاټس اسټرو ورلډ نومې مېلې پرانیستغونډه کې د ګډونوالو یوې جوپې دریځ ته د نژدې کېدو هڅه کوله.
مسوولین وايي، په همدې کې وېره - ترهه رامنځته شوه او ځینې کسان د نورو تر پښو لاندې شول.
د زړه حملې له کبله د پېښې له ځایه ۱۱ کسان روغتون ته لېږدول شوي، چې اته یې مړه شوي دي.
مسوولین وايي، دې مېله کې نژدې پنځوس زره کسانو ګډون کړی و، چې له پېښې وروسته د نژدې ۳۰۰ کسانو برسېرنو ټپونو درملنه شوې ده.
د ټکساس هوسټن ښار اطفایې څانګې مشر سامویل پینا وايي، پېښه له ځايي وخت سره سم ماخوستن پاو باندې نهه بجې پیل شوه.
نوموړی وايي:
''د خلکو ګڼه ګوڼه د دریځ پر لور وخوځېده او ورسره وېره، ترهه خپره شوه. ''
نوموړی زیاتوي، د یو شمېر کسانو له ټپي کېدو وروسته نورو کسانو له وېرې د منډې هڅه کړې او نور یې تر پښو لاندې شوي.
د هوسټن کرانیکل ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي، ټراویس سکوټ چې دا کنسرت یې ترتیب کړی و، د ۷۵ دقیقې سندریز پروګرام پر مهال ځنیې مینه وال لیدل، چې لالهاند دي او له همدې کبله یې څو ځله پروګرام درولی و.
سندرغاړي له امنیتي مسوولینو غوښتي وو، چې د خلکو خوندیتوب باوري کړي او د ګڼې ګوڼې له منځه یې وباسي.
مسوولین وايي، د ځینې کسانو له ټپي کېدو سملاسي وروسته منتظیمینو پروګرام بند کړ، خو په وینا یې هلته طبي اسانتیاوو د ګڼ شمېر ټپیانو درملنې ته بسنه نه کوله.
د اې بي سي ۱۳ خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، د جمعې پر ورځ چې د مېلې لومړۍ ورځ وه، سلګونه کسان له امنیتي خنډونو او تالاشۍ مرکزونو تېر واوښتل او مېله ځای ته ننوتل.
د مېلې دویمې ورځې مراسم چې نن شنبه به تر سره کېدل د همدې پېښې له کبله لغوه شوي دي.