ملګري ملتونه: د خوړو بیې تېرو لسو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې

د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې ادارې (ایف اې او) مسوولین وايي، په نړۍ کې د خوړوې بیې تېره یوه لسیزه کې تر ټولو لوړ کچ ته رسېدلې دي.

د دغې ادرې شمېرې ښيي چې د نړۍ په لر او بر کې د غلې - دانې او نباتي غوړو بیې ختلې دي.

د غوړو بیو په هکله ویل کېږي، چې یوازې تېر اکتوبر میاشت کې نژدې ۱۰ سلنه پورته شوې دي، چې دا ریکارډ کچه بلل کېږي.

د توکو لوړې بیې، بازارونو ته د توکو لېږد بیې، د کارخونو بندېدل او سیاسي تاوتریخوالی د خوړو بیو لوړېدو کې مهم رول لري.

د ایف اې او مسوولین وايي، د دوی شمېرې ښيي چې د غلې بیې د تېر کال پرتله ۲۲ سلنه ختلې دي.

د امریکا، روسیې او کاناډا غوندې هېوادونو له لوری چې د غنمو تر ټولو زیات محصولات لري، د صادراتو کمېدو له کبله یوازې د غنمو بیې په نړیواله کچه تېرو ۱۲ میاشتو کې ۴۰ سلنه زیاتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو مسوولین وايي، د لمرګلي، سویا او پام بیو لوړېدو له کبله د نباتي غوړو بیې هم لوړې شوې دي.

ماهرین وايي، په نړۍ کې له یوې سیمې بلې ته د خوراکي توکو لېږدولو او د تولید برخه کې د کارګرو کموالی هم دې لړ کې یوه مهمه ستونزه بلل کېږي.

دغه راز د بېړیو تګ راتګ کې خنډ او ځنډ د دې لامل شوی چې په نړیواله کچه نه یوازې د شیدو بیې ورسره لوړې شي، بلکې په ټول کې له تېر کال راهیسې د لبنیاتو بیې ۱۶ سلنه پورته شوې دي.