تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کاپ۲۶: بېزوس د طبيعت بيا رغولو لپاره د دوه ميلياردو ډالرو مرستې ژمنه وکړه
د امازون شرکت بنسټ اېښودونکي جېبف بېزوس ویلي،چې له ځمکې سره د ده د مرستې صندوق (Bezos Earth Fund) به دوه ميليارده ډالر د طبعيت او د خوراکي توکو د توليد سيستمونو په رغولو ولګوي.
نوموړي د سکاټلنډ په ګلاسګو کې کاپ ۲۶ يا د اقليمي بدلون سرمشريزې ته وويل، فضا ته د سفر پر مهال يې د ځمکې او طبيعت نازکتيا درک کړه.
په دې وروستيو کې د ښاغلي بېزوس په ګډون يو شمېر شتمن خلک د ځمکې د ستونزو د حل پر ځای فضا ته پر سفر د پيسو لګولو له امله تر نيوکو لاندې راغلي دي.
د امازون کارکوونکو هم د دې شرکت د فعاليتونو له امله نيوکې کړې چې وايي چاپېريال ته زيان رسوي.
ښاغلي بېزوس د کاپ ۲۶ کنفرانس ته وويل، د نړۍ په ډېرو برخو کې طبيعت اوس د کاربن د مصرف پر ځای د کاربن پر سرچينه بدل شوی دی.
تر دې وړاندې د يادې سرمشريزې پر مهال د نړۍ له ۱۰۰ ډېرو مشرانو ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د ځنګلونو وهلو لړۍ پای ته رسوي او دا لړۍ به برعکس ګرځوي.
برازیل هم پر دې هوکړه لاسلیک کوونکو هېوادونو کې شامل دی، چې د امازون ځنګلونو ځینې برخې په کې وهل شوې دي.
په ژمنو کې ۱۹ اعشاریه دوه میلیارده ډالره پانګونه هم شامله ده چې حکومتونه او خصوصي سکتور به یې کوي.