د امریکا څارګره اداره: ښايي د کوویډ - ۱۹ اصلي ځای ځایګی هیڅکله معلوم نه شي

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکايي څارګرې ادارې وايي، دوی ښايي هیڅکله و نه توانېږي معلومه کړې، چې کوویډ - ۱۹ څنګه راپیدا شو، خو په وینا یې دې پایلې ته رسېدلي چې دا د بایولوجیکل وسلې په توګه نه دی رامنځته شوې.
د وېروس خپرېدو لومړني ځای ځایګي معلومولو ارزونې تازه معلوماتو لړ کې د امریکا ملي استخباراتو ادارې 'او ډي این ای ' مشر وايي، له حیوانه - انسان ته او له لابراتوره خپرېدولو دواړه فرضیې د وېروس خپرېدو لاملونه بلل کېدای شي.
خو یوې پرېکنده پرېکړې ته د رسېدو لپاره کافي معلومات نه شته. چین بیا دا رپوټ غندلی دی.
دا موندنې په هغه رپوټ کې خپرې شوې، چې له درجه بندۍ ایستل شوی او د هغه درې میاشتنی رپوټ تازه بڼه ده، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ادارې په اګست میاشت کې خپور کړی و.
رپوټ کې ویل شوي، استخباراتي ادارې د وېروس خپرېدو اصلي ځای ځایګي په هکله یوه خوله نه دي.
څلور ادارې 'د ټیټې کچې له باور سره ' ارزونه کوي چې وېروس د یوه اغېزمن شوي حیوان یا اړوند وېروس له لارې رامنځته شوی، خو یوه اداره بیا 'د متوسطې کچې په باور سره ' وايي، چې لومړني انسان ته دا وېروس په لابراتوار کې د یوې پېښې له کبله رسېدلی.
دا اداره د چین ووهان کې د یورولوژۍ انسټیټوټ یادونه کوي، چې ښايي پکې د کومې تجربې یا د حیواناتو اړیکې له کبله وېروس انسان ته لېږدېدلی وي.
رپوټ کې دغه راز راغلي په ووهان ښار کې د کوویډ - ۱۹ له خپرېدو مخکې چینايی چارواکي د وېروس له شتونه بې خبر وو.
خو رپوټ زیاتوي چینايي چارواکو په نړیواله کچه په دې هکله د معلوماتو له شریکولو په پرلپسې توګه ډډه کړې.
چینايي چارواکو په لومړیو کې کوویډ - ۱۹ وېروس خپرېدل د ووهان یوه بازار اړوند وبلل، چې په وینا یې هلته له یوه حیوانه انسان ته لېږدېدلی دی.
خو د سږ کال لومړیو کې د امریکايي رسنیو رپوټونو کې وویل شول، چې داسې کافي ثبوتونه موندل شوي، چې ښيي وېروس لومړی په ووهان لابراتور کې ښايي له حادثاتي لارې خپور شوی وي.
چینايی چارواکي له لابراتواره د وېروس خپرېدو خبره ردوي.

د عکس سرچینه، AFP
د سږ کال مې میاشت کې بیا د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل هېواد څارګرو ادارو ته امر وکړ، چې له لابراتواره د وېروس خپرېدو په ګډون هغه ټول معلومات وارزوي چې د کوویډ - ۱۹ پیدا کېدو اصلي ځای ځایګی معلوموي.
د دې رپوټ په هکله واشنګټن کې د چین سفارت رویټرز خبري اژانس ته یوه استول شوې خبر پاڼه کې ویلي:
''د ساینسپوهانو پر ځای د وېروس ځای ځایګي معلومولو په هکله پر خپلو استخباراتي ادارو د امریکا تکیه په بشپړ ډول یوه سیاسي ټوکه ده. موږ د وېروس راپیدا کېدو معلومات له ساینسي څېړنو سره شریکوو او دې لړ کې به پرلپسې فعالیت کوو، خو د دې موضوع د سیاسي کولو له هڅو سره سخت مخالفت کوو. ''
تر اوسه په ټوله نړۍ کې د کوویډ - ۱۹ له ۲۴۰ میلیونه ډېر ناروغان ثبت شوي دي او له همدې کبله تر اوسه څلور اعشاریه نهه میلیونه کسان مړه شوي دي.



















