چین وايي، د نورو لوړو - دنګو ودانیو چمتو کولو اجازه نه ورکوي

د خپرېدو وخت

چینايي چارواکي وايي، کوچنیو ښارونو کې یې د لوړ پوړیزو ودانیو چمتو کول بند کړي دي. دا د هغو پروژو خلاف د چینايي چارواکو پراخ مخالفت لړۍ یوه کړۍ بلل کېږي، چې غواړي بې ګټې پروژې پرېږدي.

د چین پر خواله رسنۍ وېبو د چارواکو د دې اعلان ستاینه شوې او ډېری کاروونکو ویلي، ''لوړو - دنګو ودانیو ته اړتیا نه شته دا یوازې د تظاهر لپاره چمتو کېږي. ''

چینايي چارواکو په هغو ښارونو کې چې نفوس یې له درې میلیونه کسانو لږ وي، تر ۱۵۰ متره یا ۴۹۲ فوټه د لوړو ودانیو پر چمتو کولو بندیز لګولی دی.

له دې د زیات نفوس ښارونو کې به تر ۲۵۰ متره د لوړو ودانیو پر چمتو کولو بندیز لګېږي او له ۵۰۰ متره د لوړو ودانیو پر چمتو کولو وار له مخه بندیز لګېدلی دی.

چین کې د ۶۳۲ متره لوړ شانګهای ټاور او ۵۹۹ اعشاریه یو متر شینزین ښار پنګ این سوداګریز مرکز په څېر ودانۍ د نړۍ له خورا لوړو - دنګو ودانیو دي.

رپوټونو کې ویل شوي، د چین په ځینې داسې ښارونو کې خورا لوړې ودانۍ چمتو شوې، چې ځمکه پکې پرېمانه ده او اړتیا ورته نه لیدل کېږي.

د روان کال لومړیو کې شینزین ښار کې د یوې ۳۵۰ متره لوړې ودانۍ اوسېدونکي له هغه وروسته د تېښتې په حال کې ولیدل شول، چې دغه ودانۍ ناڅاپه وځنګېده.

چینايی چارواکو له دې مخکې د 'بدرنګه ' ودانیو پر چمتو کولو بندیز لګولی.

د ټونګجي پوهنتون ښاري پلان جوړولو او ودانیزو چارو څانګې مشر ژانګ شینګو ساوت چاینا مارننګ پوسټ ورځپاڼې ته ویلي:

''موږ داسې وخت کې یو چې ځینې خلک په خپل نامه د تاریخي کارنامو ثبتولو لپاره لېوال دي. ''

د نوموړي په وینا د هرې ودانۍ معماران هڅه کړي، یوه تاریخي کارنامه د ځان په نامه ثبت کړي، چې په وینا یې ودانیز شرکتونه او ښاري پلان چمتو کوونکي هم په دې هڅو کې شامل دي.

ښاغلی شینګو وايي، ''خلک د دې هدف تر لاسه کولو لپاره عجیبې چارې تر سره کوي او له بریدونو هم تېرېږي. ''