ايران کې کورونا ۵۰ زره ماشومان بې مور او پلاره کړي
د خپرېدو وخت
په ایران کې رسمي شمېرې ښيي چې څه باندې ۵۱ زره ماشومان د کورونا وبا له امله یتمیان شوي دي. د وایرس له امله په ایران کې د مړو شویو خلکو شمېر څه باندې ۱۲۳ زره دی.
خو ډېری کارپوهان په دې باور دي چې دا شمېر ډېر کم دی. څه چې ښکاره دي، دا دي چې کورونا وبا ایران ډېر ځپلی او اوس ماشومان په بد رواني حالت کې ژوند کوي.
د بي بي سي فارسۍ څانګې رانا رحیمپور له هغو کورنیو سره خبرې کړې دي چې د کورونا وبا له امله یې یو غړی مړ شوی دی.