تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران کې کوویډ ناروغۍ لسګونه زره ماشومان یتیمان کړي
په ایران کې د ټولنیزې پاملرنې چارواکي وايي چې دغه هېواد کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له امله له ۵۱ زرو زیاتو ماشومانو مور یا پلار مړه شوي دي.
د دې ماشومانو له ډلې یوه هم الیزا ده چې خپل پلار ته ډېره ګرانه وه. دوی یو ځای کتاب لوسته، یو ځای یې سندرې ویلې او پلار به دا هره شپه وېده کوله.
خو یوه ورځ یې پلار ټوخی پیل کړ او روغتون ته یوړل شو. دی په کورونا وېروس اخته شوی وو او له همدې ناروغۍ په ۴۰ کلنۍ کې ومړ.
د الیزا مور افروز وايي که د یوې دقیقې لپاره هم ترې لرې شي لور یې ډېره پریشانه کیږي، او فکر کوي چې مور به لکه د پلار په څېر بېرته را ونه ګرځي.
الیزا یوه له هغو زرګونو ایراني ماشومانو ده چې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له امله د مور یا پلار له مړینې کړیږي.
د دې ماشومانو له ډلې ډېرو یې د ښوونځي درسونه کورونو کې لوستل او له تېر یو نیم کال راهیسې یې د کورونايي بندیزونو له امله ډېر لږ ملاتړ تر لاسه کړی. وېره ده چې ښايي دا وضعیت پر دې ماشومانو ډېر پراخ اغیز ولري.
په لندن کې د روان پوهنې متخصصه ډاکټره سیمین شهیم وايي هغه ماشومان چې مور، پلار یې مړه شي احساس کوي چې " ژوند د وړاندوینې وړ نه دی".
" دوی فکر کوي چې اختیار یې له لاسه ورکړی او پر خپل ژوند ډېر لږ کنټرول لري. دا ښايي لنډ مهال کې د زیان سبب شي او د دوی پر روغتیا ناوړې اغیزې ولري".
په دې ډله کې د نورو ماشومانو پر تله الیزا په ښه وضعیت کې ده ځکه د دې مور ښوونکې ده او له هغې سره ښه مرسته کولی شي. خو د نورو ډېرو کورونو لپاره چې داسې ماشومان لري ژوند ډېر سخت دی په تېره هغه کورنۍ چې د کار سړی یې له لاسه ورکړی.
ناوړه پایلې
د کورونا وېروس وبا له پیل وړاندې لا د ایران اقتصاد د امریکا په مشرۍ د اقتصادي بندیزونو، اداري فساد او ناسمې ادارې له امله له ستونزو سره مخامخ وو.
د ایران د پارلمان د څېړنیز مرکز د معلوماتو له مخې د کړکیچ پر لومړي کال له یو ملیون زیاتو ایرانیانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او دې چارې ناوړه پایلې لرلي دي.
د اقتصادي ستونزو په اړه ډاکټره شمیمه وايي : " د اقتصاد بې ثباتي او مالي ستونزې ښايي د دې لامل شي چې ځینې ماشومان چې عمرونه یې لوړ دي خپلو کشرانو خویندو او ورونو د زدکړې لپاره له تعلیمه بې برخې شي ".
ایران په منځني ختیځ کې یو له هغو هېوادونو دی چې کورونا وېروس تر ټولو ډېر ځپلي دي.
ایران کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له امله د رسمي شمېرو له مخې له ۱۲۰ زرو زیات کسان مړه شوي خو چارواکي دا مني چې د مړینې اصلي شمېر له دې ډېر لوړ دی.
یو ډېر شمېر ایرانیان دغه هېواد کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له امله د دومره لوړ شمېر مړینې ملامتي د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي پر غاړه اچوي. دوی وايي د ده د پرېکړو له امله د مړینې شمېر لوړ شوی ځکه ده د امریکا او بریتانیا د واکسینونو پر واردولو تېر کال بندیز ولګاوه.
اوس دا واکسینونونه ایران ته رسېدلي خو د ټولو وګړو یوازې ۲۰ سلنه یې دویم ډوز واکسین تر لاسه کړی. د ایران ولسمشر ابرهیم رئیسي ژمنه کړې وه چې د وګړو ۷۰ سلنه به تر سپټمبر میاشتې واکسین کړي خو دا ژمنه ترسره نه شوه.
د الیزا مور وايي خپلې لور ته تسلي ورکوي او ورته وایي چې کله کورونا ختمه شوه پلار به یې بېرته کورته راشي.
دا یوه ناممکن هیله ده. له دې سربېره ډېر نور ماشومان به له دې پوښتنې سره را لوی شي چې که د واکسین واردولو مخنیوی نه وای شوی نو د دوی د مور پلار ژوند ژغورولو امکان به وو؟