تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لبنان کې زرګونه کسان لوږې سره مخامخ دي
ملګري ملتونه وايي په لبنان کې د اقتصادي کړکېچ په لا ژورېدو زرګونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي.
د دغه هېواد د پېسو ارزښت پیسه ورځ تر بلې کمېږي او د توکیو بیې پکې د ډېرو خلکو له وسه پورته دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشرې نجات روچدي د لبنان وضعیت غیر عادي او تت وباله.
نوموړې اټکل وکړ چې څه باندې یو میلیون لبنانیان خپل کورنیو ته د خوړو او د اړتیا وړ نورو توکو برابرولو لپاره مرستو ته اړتیا لري.
د اغلې روچدي په وینا تر ټولو زیانموونکي بیا هغه خلک دي چې کړاونه یې په خوله نه بیانېږي.
هغې همدا رنګه د دغو کړاونو د کمولو په خاطر په حکومت کې د اصلاحاتو پر اړټیا ټینګار وکړ.
له تېر یو کال راهیسې چې په لبنان کې کړکېچ په پراخېدو دی لبنان کې یو کارنده دولت نه و او سیاسي ګوندونه یې په خپلو کې د دولتي څوکیو پر وېش په شخړو کې بوخت وو.
خو یوه میاشت مخکې په لبنان کې یوه نوې اداره رامنځ ته شوه چې له ګڼو ننګونو سره به مخامخ وي.