تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلجیم کې افغان سفیر: ناپېژاندو کسانو د سفارت پر ودانۍ برید کړی
په بلجیم کې د افغانستان د سفارت ودانۍ ته څو تنه چې ځانونه یې د دېموکرات افغانستان وګړي بلل ننوتي او د سفارت ودانۍ ته یې زیان اړولی.
په بلجیم کې د افغانستان سفارت له خوا نن ( دوشنبه سپتمبر ۲۷) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره شپه شپږو تنو د ودانۍ کړکۍ او دروازې ماتې کړي، ساتونکی کې په چاکو په مرګ ګواښلی او د سفات ودانۍ ته ننوتي او دروازې یې له دننه بندې کړي دي.
په دې ودانۍ کې د اروپايی ټولنې او ناټو لپاره د افغانستان استازولۍ دفترونه هم دي، او وروستۍ خبرپانه هم هغه هېواد کې د افغانستان د پرځول شوي حکومت سفیر نظیف سالارزي پر خپله فېسبوک پاڼه خپره کړې.
خبرپاڼه زیاتوي چې برید کوونکو امنیتي کمرې ماتې کړي او یو شمېر دوسیې او سندونه یې له منځه وړي دي. په بلجیم کې د افغانستان سفارت وايي چې لومړی یې هڅه وکړه چې دا ستونزه د خبرو له لارې هواره کړي خو اړ شول چې پولیس را وغواړي، پولیسو برید کوونکي ونیول او ستونزه پای ته ورسېده.
سفارت وايی چې برید کې زیات مالي زیان اوښتی خو اوس د دې زیان د کچې په اړه څه نه شي ویلی. د سفارت په وینا پاڼه کې د برید کوونکو د هویت او د هغوی د غوښتنو په اړه څه نه دي ویل شوي. خو برید کوونکي یې بې لارې کسان بللي دي.
شپږ اونۍ وړاندې پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته لا هم د طالبانو رژیم کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او د مخکني حکومت استازي او سفیران لکه د پخوا په څېر فعالیت لري.
خو طالبانو غوښتنه کړې چې د دوی رژیم دې په رسمیت وپېژندل شي. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ملګرو ملتونو ته یوه لیک کې په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د استازي په توګه معرفي کړی، خو لا نه دی منل شوی.