د واوې شرکت اجرایوي مشره له درې کلن بند وروسته هېواد ته ستنه شوه

د خپرېدو وخت

چین هېواد ته د واوې شرکت د اجرايي مشرې مینګ وانژو د ورستنېدو تود هرکلی کړی دی.

نوموړې په کاناډا کې نژدې درې کاله په کورني بند کې وه او د امریکا له خوا په درغلۍ تورونه شوې وه.

په دې تړاو د چین او کاناډا ترمنځ د شوي جوړجاړي له مخې دوه خوشې شوي کاناډایان مایکل کویرینګ او مایکل سپاور هم له بېجینګه خپل هېواد ته رسېدلي دي.

خو د دې نیونو په تړاو د درېواړو هېوادو تر منځ راپورته شوې شخړه لا بشپړه ختمه شوې نه ده.

آغلې مینګ له خوشي کېدو دمخه امریکايي څانوالانو سره خبرو کې منلې وه چې له ایران سره یې د خپل شرکت د سوداګریزو معاملو په اړه تېر ایستوونکي معلومات ورکړي وو.

د واوې شرکت اجرایوي مشره درې کاله په کاناډا کې په کور کې بندي وه او امریکا ته د ورتسلیمولو پرضد یې مبارزه کوله.

چین مخکې ټینګار کاوه چې په ۲۰۱۸ کال کې د دوو کاناډایانو یو ناڅاپي نیول د اغلې مینګ له دوسیې سره هېڅ تړاو نه لري خو دغه دوه کاناډیان یې د هغې له خوشې کېدو سمدستې وروسته خوشي کړل.

پر چین له دې امله نیوکې کېدې چې ولې له دغو دوو کاناډایانو نه د سیاسي موخو لپاره کار اخلي.

کله چې مایکل کویرینګ او مایکل سپاور کاناډا ته ورسېدل نو د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو پر خپل ټویټر داسې تصویرونه خپاره کړل چې هغوی ته په کې هرکلی وايي.

دواړو نیول شویو کاناډیانو د هر ډول ناسمې کړنې تور ردولو.

ښاغلي کویرینګ یو پخوانی دیپلومات دی چې د بحران د نړیوالې ډلې له خوا په دندې ګومارل شوی و او ښالغی سپاور د یو سوداګریز بنسټ چې له شمالي کوریا سره سوداګریزې او کلتوري اړیکي پالي د بنسټګرو له ډلې دی.

د همدې روان کال د اګست په میاشت کې په چین کې یوې محکمې ښاغلي سپاور د خیانت په تور په یولسو کالو بند محکوم کړ خو د ښاغلي کویرینګ په اړه هېڅ ډول پرېکړه نه وه شوې.

د جمعې په ورځ وروسته له هغه چې اغلې مینګ له امریکايي څارنوالانو سره د درغلې د تورونو په برخه کې یوې هوکړې ته ورسېده یوه کاناډايي قاضي د هغې د خوشي کولو حکم وکړ.

د هوواوې شرکت ویلي چې په محکمې کې به له ځانه دفاع کولو ته دوام ورکړي.