تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هوايي شرکت مدیرې له خوشې کېدو وروسته چین دوه کاناډایان خوشي کړل
د لویدیځ او چین تر منځ یو لړ دیپلوماتیکې ناندرۍ داسې حال کې په ختمېدو ښکاري چې په چین کې دوه کاناډیان او په کاناډا کې د تکنالوژۍ شرکت مشره له بنده خوشي شوي دي.
د هوايي تکالوژۍ شرکت مشره مینګ وانژو چې ۲۰۱۸ کال کې د امریکا په جلب نیول شوې وه، د جمعې پر ورځ له امریکایي څارنوالانو سره له جوړ جاړي وروسته کاناډا کې خوشې شوه.
له دې څو ساعته وروسته اعلان وشو چې په چین کې د جاسوسۍ په تور نیول شوي کاناډایان میکایل سپیوور او میکایل کوپیرګ د چین له زندانه خوشي شوي او خپل هېواد ته پر لاره دي.
دوی دواړه د اغلې مینګ له نیول کېدو وروسته پر هماغه کال نیول شوي وو، خو بیجینګ ردوي چې دغه دوه کسان یې د اغلې مینګ د نیول کېدو په تړاو نیولي وو.
بل لور معترضین پر چینايي چارواکو تور پورې کوي چې له دې دواړو کسانو یې د سیاسي راکړې ورکړې د وسیلې په توګه کار اخیست.
دواړو کسانو ځانونه بیګناه بللي او د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو یوې خبرې غونډې ته ویلي دواړه کسان ''له داسې سخت وضعیته راتېر شوي چې باور نه کېږي. ''
نوموړي یوې خبري غونډې ته وویل:
''دا زموږ ټولو لپاره ښه زیری دی، چې دوی کورونو او کورنیو ته پر لار دي. دوی د تېرو یو زرو ورځو موده کې استقامت، زغم او حوصله څرګند کړل. ''
ښاغلی ټروډو وايي، دغه دواړه کسان به د یکشنبې پر ورځ هېواد ته ورسېږي.
د چین لپاره د کاناډا سفیر ډومېنیک بارټون هم له دوی سره ملګری دی.
بل لور ته د چینايي تکنالوژي شرکت هوايي د میلیاردر موسس رین ژینګفي لور مینګ وانژو له خوشې کېدو مخکې ومنله چې په ایران کې یې د هوايي شرکت کاروباري راکړې ورکړې په هکله امریکايي څارنوالانو ته ناسم معلومات ورکړي دي.
نوموړې درې کاله په کاناډا کې خپل کور کې نظر بنده وه او امریکا ته د سپارل کېدو پر ضد یې قانوني مبارزه کوله.
د جمعې پر ورځ د هوايي شرکت مالي مدیره مینګ وانژو له امریکايي څارنوالانو سره یوه جوړجاړي ته ورسېده او له هغه وروسته کاناډايي محکمې د نوموړې خوشې کېدو امر وکړ.