امریکا،‌ بریتانیا او اسټرالیا د چین اغېز کمولو لپاره امنیتي تړون اعلان کړ

د خپرېدو وخت

امریکا، بریتانیا او اسټرالیا په هندي ارام سمندر کې د چین د اغېز کمولو لپاره خپلو منځو کې تاریخي امنیتي تړون اعلان کړی.‌

د دې تړون له مخې به اسټرالیا په لومړي ځل اجازه ولري چې په هستوي وسلو سمبال اوبتلونه تولید کړي، او د دې چارې لپاره به امریکا تکنالوژي ورکوي.‌

دې تړون ته د (اوکوس) نوم ورکړل شوی او له مخې به یې د مصنوعي څیرکتیا، انټرنیټي امنتیت او انرژۍ برخه کې هم همکاري‌ کېږي.‌

کارپوهان وایي، دا په تېرو څو لسیزو کې د دې هېوادونو ترمنځ تر ټولو لوی دفاعي تړون دی.‌

په وروستیو کلونو کې ګڼو لویدیځو هېوادونو په هندي ارام سمندر کې د چین پوځي فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې.‌

اوس د امریکا ولسمشر جو بایډن،‌ د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن او د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، د دې نوي تړون موخه په سیمه کې امنیت او هوساینې ته وده ورکول دي.

خو په واشنګټن کې د چین سفارت دا اعلان غندلی او درې واړه هېوادونه یې تورن کړي چې لا هم د سړې جګړې ذهنیت لري او ایدیولوژیک تبعیض کوي.

‌یاده دې وي چې اسټرالیا په ۲۰۱۶ کې له فرانسې سره د ۱۲ اوبتلونو جوړولو لپاره هوکړه کړې وه،‌ خو دا نوی تړون په دې معنا دی چې اسټرالیا اوس دا چاره پخپله ترسره کولی شي او له فرانسې سره شوی قرارداد به لغوه کوي.‌

کارپوهان وایي،‌ امریکا،‌ بریتانیا او اسټرالیا له تاریخي په پلوه درې متحد یا ملګري‌ هېوادونه دي،‌ خو دا نوی تړون د دوی ترمنځ‌ دفاعي همکاري لا پراخوي او رسمي بڼه ورکوي.‌

که څه هم د دې هېوادونو په ګډه اعلامیه کې چین ته اشاره نه ده شوې،‌ خو ویل شوي چې "په سیمه کې امنیتي ننګونې خورا زیاتې شوې دي".‌

په نورو غبرګونونو کې د نیو زیلنډ لومړۍ وزیرې ویلي، د یو پخواني تړون له مخې به د اسټرالیا هستوي اوبتلونو ته اجازه نه ورکوي چې د نیو زیلنډ‌ سمندري حدودو ته داخل شي.‌

جسېنډا ارډن ویلي، نیو زیلنډ ته په دې تړون کې د شاملېدو بلنه نه وه ورکړل شوې.‌