د القاعده فکرلاره: ملاتړي به يې لا هم نړۍ ته ګواښ پېښ کړي؟

د ویډیو تشریح، د القاعده فکرلاره: ملاتړي به يې لا هم نړۍ ته ګواښ پېښ کړي؟
د خپرېدو وخت

د ۲۰۰۱ کال سپمټبر ۱۱ مې بريدونو پايله کې امريکا په القاعدې پسې لاړه. يوه بې هېواده اورپکې ډله، چې بيا پر ټلويزيون د نړيوالې ترهګرۍ په يوه ژوندۍ شبکه واوښته.

په تېرو شلو کلونو کې القاعدې د نړۍ لروبر يو شمېر مرګوني او بوږنوونکي بريدونه وکړل، ځينې ګوزارونه يې هم وخوړل، او ځينې وختونه يې د ترهې خپرولو خپل ګواښونه څنګ ته کړل.

خو پوښتنه اوس دا ده، چې افغانستان کې له بدلون سره د دې ډلې خطر بيا راپورته کېدونکی دی، که څنګه..؟ د بي بي سي عربۍ مراد بطل شيشاني یې روښانوي.