تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان اطلاعاتو وزیر: د طالبانو واکمنۍ کې به د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري وايي، د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ کې د کابینې غونډه کې په دې خبرې ډاډ څرګند شوی، چې پر کابل د طالبانو تر کنټرول وروسته به د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي.
ښاغلي چودري د کابینې تر غونډې وروسته په خبري غونډه کې تور پورې کړی، چې هند له مودې راهیسې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروله او هلته يې دده په خبره د پاکستان ضد قوتونو ته مالي مرستې او روزنه ورکوله.
پاکستان د بلوچستان پر خپلواکي غوښتونکو وسلوالو ډلو او پاکستاني طالبانو له مودې راهیسې د افغانستان له لارې د هند د مرستو تورونه پورې کوي.
فواد چودري وايي، طالبان به هند پرې نږدي، چې دده په خبره د افغانستان له لارې په پاکستان کې لاس وهنه وکړي:
''موږ هیله من یوو، چې هلته نوي واکمنو ډېر واضح بیان ورکړی دی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ یوه هېواد پر ضد نه کارول کېږي. زموږ خیال همدا دی چې دغه ژمنه به پوره شي. دا چې د هند یو شرارت وو او یا څه ډول چې به يې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروله او وسلوالو ته به يې مالي مرستې ورکولې، په هغوی کې به کمی راځي او ورسره دلته حالات که خدای کول ښه شي ''
تردې وړاندې د پاکستان د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو هم ورته بیانونه ورکړي وو، چې د طالبانو تر راتګ وروسته به د دوی په خبره د افغانستان خاوره د پاکستان ضد نه کارول کېږي.
په اسلام اباد کې ځينې د حکومت منتقدین بیا تور پورې کوي چې د طالبانو او پاکستاني استخباراتو له لومړۍ ورځې ښې اړیکې دي او چې څه ډول پاکستان غواړي، طالبان به همغسې ګام اخلي.
له دې سره بیا تر شاوخوا دوو اونیو نیوکو وروسته لومړی ځل ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ددغه هېواد د سنا غړیو ته د افغانستان پر روانو حالاتو مالومات ورکړي او د هغوی پوښتنې يې هم ځواب کړې دي.
تردې وړاندې د اپوزیسیون یو شمېر سیاستوالو د لومړي وزیر خان پر حکومت نیوکې کولې، چې ولې د افغانستان پر روانو حالاتو له پارلمان سره بحث نه کوي او تګلاره يې چېري جوړېږي؟
د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وايي، د سنا غړيو د دوی د کابل په هکله تګلاره ستایلې ده.
''نن د سنا د بهرنیو اړیکو د کومېټۍ غونډه وه، ما دغې کومېټۍ ته تر ننه پورې چې په افغانستان کې څه روان دي او څه کېږي، ما له هغوی سره ټول مالومات شریک کړل او د دې غړیو د پوښتنو ځوابونه مې هم ورکړل. په دې غونډه کې د ټولو سیاسي ګوندونو غړي شامل وو او په ډېر ښه ماحول کې مو خبرې سره وشوې. تردې غونډې وروسته زه باوري یم او په خوشالۍ سره ویلی شم، چې دې کومېټۍ زموږ تګلاره وستایله ''.
پاکستاني چارواکي وايي، له کابله د بهرنیو او افغان وګړیو د وتلو لړۍ ته به د کابل د هوايي ډګر تر فعالېدو وروسته بیا هم دوام وکړي، ځکه چې په خبره يې د نړۍ د اکثره هېوادونو سترګې د دوی لور ته دي.