تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر کابل هوایي ډګر برید کې د وژل شویو امریکایي سرتېرو مړي امریکا ته ولېږدول شول
د هغو دیارلس امریکایي سرتېرو مړي چې تېره پنجشنبه پر کابل هوایي ډګر د داعش ډلې برید کې وژل شوي وو، بېرته امریکا ته لېږدول شوي دي.
دا مړي یکشنبه ناوخته د امریکا ډیلاویئر ښار کې د ډوؤر هوایي اډې ته داسې حال کې ورسېدل چې تابوتونه یې د امریکا بیرغ کې پوښل شوي وو.
د امریکا ولسمشر جو بایډن هم په یاده اډه کې دې کسانو د درناوي لپاره موجود و.
له هېواده بهر جګړو کې د وژل شویو امریکایي سرتېرو درناوي لپاره ځانګړي مراسم نیول کېږی، او جو بایډن د امریکا څلورم ولسمشر دی چې دا ډول مراسمو کې ګډون کوي.
هېره دې نه وي چې د پنجشنبې ورځې خونړي برید کې د دیارلس امریکایي پوځیانو ترڅنګ لسګونه عام افغانان او دوه بریتانوي وګړي هم وژل شوي وو.
داعش ډلې د دې برید مسؤلیت ومنلو سره وویل، هدف یې امریکایي پوځیان وو.
له یاد برید وروسته امریکا د جمعې پر ورځ ننګرهار او د یکشنبې پر ورځ پلازمېنه کابل کې ډرون بریدونه وکړل.
د امریکا پوځي چارواکي وایي، دې بریدونو کې د داعش-خراسان ډلې غړي په نښه شوي دی.
خو د یکشنبې پر ورځ کابل کې شوي ډرون برید کې د ماشومانو په ګډون د ملکیانو د وژل کېدو رپوټونه هم ترلاسه شوي.
امریکایي چارواکي وایی، له دې رپوټونو خبر دي او په اړه یې پلټنې روان دي، خو که احتمالاً ملکیان وژل شوي وي نو 'دا به د لوی خپګان خبره وي'.
په ورته مهال له افغانستانه د را ستنېدونکو بریتانوي پوځیانو وروستۍ ډله هم خپل هېواد ته رسېدلې ده.
له دې سره بریتانیا رسماً په افغانستان کې د خپل شل کلن پوځي ماموریت د ختمېدو اعلان کړی دی.
له کابل هوایي ډګره د وګړو د را ایستلو پر مهال لږ تر لږه زر تنه بریتانوي پوځیان او همدا راز کابل کې د بریتانیا سفیر هلته موجود وو.