جو بایدڼ: د نیوکو پروا نه کوم؛ افغانانو باید د خپل هېواد دفاع پخپله کړې وای

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، افغان سیاسي مشرانو او افغان پوځ ونه غوښتل چې د خپل راتلونکي او خپل هېواد دفاع لپاره جګړه وکړي، نو ځکه امریکا ته هم نه وه پکار چې پردۍ جګړه کې ښکېل پاتې شي.

پر افغان پلازمېنې کابل د طالبانو تر ولکې وروسته امریکایي ولسمشر خپله لومړۍ وینا کې وویل، له افغانستان د پوځیانو د ایستلو پرېکړه یې پر ځای وه او دې لړ کې د هېڅ ډول نیوکو پروا نه کوي.‌

ښاغلی بایډن داسې حال کې د خپلې پرېکړې ننګه کوي چې په امریکا کې دننه او نوره نړۍ کې هم پر نوموړي نیوکې ډېرې شوې دي.

خو جو بایډن دوشنبه ماسپښین سپینې ماڼۍ کې ولس ته د وینا پر مهال وویل، افغانستان کې د امریکا ماموریت د ترهګرۍ پر ضد جګړه کول وو.‌

نوموړي ټینګار وکړ چې هېواد یې باید هېڅکله هم د افغانستان د بیا رغونې او هلته د یوې اورپکې ډلې پر ضد د جګړې مسؤلیت نه وای اخیستی.

هغه زیاته کړه: "موږ په تېرو شلو کالو کې د افغان پوځ پر روزنه پیسې ولګولې، تجهیزات مو ورکړل، روزنه مو ورکړه، هوایي ځواک مو ورته برابر کړ.‌ طالبان هېڅ ډول هوایي ځواک نه لري. خو افغان پوځ بیا هم جګړه ونکړه. که دوی خپله نه غواړي‌ چې د خپل هېواد ساتنه وکړي نو بیا د امریکا پوځ ته هم نه ده پکار چې پردۍ جګړه کې ښکېله شي".‌

"د افغانستان هوایي حریم د امریکا پوځ کنترول کې دی"

جو بایډن خپله وینا کې تائید کړه چې د امریکا پوځ به له دې وروسته د افغانستان هوایي حریم او هوایي چلن کنترولوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې دا چاره له کابله د امریکایي وګړو او دیپلوماتانو او د دوی افغان کارکوونکو ایستلو لپاره اړینه ده.

د امریکا ولسمشر افغانستان کې روان وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ویې منله چې هېچا د دومره چټک بدلون تمه نه کوله.‌

نوموړي پر افغان پوځ او سیاسي مشرانو نیوکه وکړه چې د خپل هېواد دفاع پر ځای یې تسلیمي غوره وبلله.‌

ښاغلي بایډن یو ځل بیا پر پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ نیوکه وکړه چې له طالبانو سره یې د دوحې تړون په لاسلیکولو د ده لاسونه ورتړلي وو او پرته له دې چې پر دې تړون عمل وکړي،‌ بله چاره یې نه درلوده.‌

کابل کې ترینګلی امنیتي وضعیت

په ورته وخت کې د افغانستان پلازمېنې کابل نه وروستي رپوټونه وایي چې هلته لا هم امنیتي وضعیت ترینګلی دی او د ښار بېلابېلو برخو کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.‌

امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ سي بي ایس د امریکايي چارواکو له قوله وايي، د کابل په هوايي ډګر کې وضعیت 'حساس ' دی او دوی د ټولو امریکایانو پر ایستلو او دافغانانو هلته پر پرېښودلو غور کوي.

د سي بي ایس رپوټ کې ویل شوي، چې هلته د افغان متحدینو پرېښودلو په هکله تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي وايي، امریکايي ځواکونه په کابل هوايي ډګر کې د امنیت وضعیت بېرته سمبالولو کوښښ کوي.

ښاغلی کربي وايي، دا مهال په هوايي ډګر کې ۲۵۰۰ سرتېري ځای پر ځای دي او ۵۰۰ نور به راتلونکو څو ساعتونو کې هلته ورسېږي.

د دوشنبې پر ورځ امریکايي ځواکونو دوه وسله وال افغانان وژلي چې هوايي ډګر ته په زور ننوتلي وو.

ډېری ملکي او سوداګریزې الوتنې ځنډول شوې او په سلګونو افغانان او نور بهرني وګړي ایسار پاتې دي.

د امریکا متحده ایالتونه اوځینې نور هېوادونه هڅه کوي په بېړه خپل کار کوونکي او متحدین وباسي.

ولسمشر بایډن طالبانو ته خبرداری ورکړ چې که چېرې له کابله د امریکایي دیپلوماتانو او وګړو د ایستلو عملیاتو ته ګواښ پېښ کړي نو د امریکا لخوا به سخت پوځي ځواب ورکول کېږي.