د انګلېنډ سوېل لوېدیځ ته ډزو کې شپږ کسان ووژل شول

د خپرېدو وخت

د انګلېنډ سوېل لوېدیځ ته په پلیموس ښار کې د ډزو له امله د بریدګر په ګډون شپږ کسان ووژل شول.

پولیس وايي، دوه ښځې او دوه سړي د ډزو ځای کې وژل شوي او د پېښې بله قرباني ښځه هم روغتون کې مړه شوې ده.

د بریتانیا د پارلمان یو ویاند وايي، د پېښې یو قرباني له لسو کلونو کم عمره دی.

پولیس وايي، دا مهال کوم بل تورن پسې نه ګرځي.

د بریتانیا پارلمان کې د پلیموس استازی جاني مرسر وايي، "پېښه ترهګریزه نه وه. "

دا پېښه د پنجشنبې په مازیګر شوې ده.

یوه عیني شاهد بي بي سي ته وویل، دا پېښه وحشتناکه او غموونکې وه.

نوموړی وايي، اول یې د چغو غږ واورېد او وروسته درې څلور ډزې وشوې.

د هغه په خبره، "وروسته بریدګر په لغته د کور ور پرانست او ډزې یې پیل کړې. وروسته یې منډه کړل او په منډه کې یې هم پر څو کسانو ډزې وکړې. "

بل عیني شاهد وايي، داسې روان وسلوال کس یې ولید چې تورې جامې یې اغوستې وې.

چارواکو له خلکو غوښتي چې کورونو کې پاتې شې او که د پېښې انځورونه لري، نو پولیسو ته دې یې وسپاري او خواله رسنیو کې دې یې نه خپروي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر پریټي پټېل او څو نورو چارواکو د پېښې قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده.