د طالبانو په اړه د اردوغان څرګندونو پاکستان کې د خواله رسنیو ځینې کاروونکي غوسه کړي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

پاکستان کې ځینې کسان د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي نړۍ د 'مرد مجاهد ' په نامه یادوي، خو نن سبا د نوموړي همدا پاکستاني مینه وال ترې ګیله من ښکاري.

خبره تر دې ځایه رسېدلې چې د ښاغلي اردوغان هغو پاکستاني مینه والو چې مخکې به یې هغه ته د ترکیې ټلویزیوني سریال ارطغرل غازي د اتل (ارطغرل) نوم ورکاوه، اوس یې د همدې سیریال له منفي کردار یا وېلن، منګول قومندان (نویان) سره تشبیه کوي.

د ښاغلي اردوغان د پاکستاني مینه والو د خواشینۍ لامل د نوموړي هغه څرګندونې بلل کېږي، چې د دوشنبې پر ورځ یې وویل، افغان طالبان باید د خپلو وروڼو ځمکه لاندې نه کړي، او نړۍ ته باید وویل شي چې افغانستان کې سوله ده.

ښاغلي اردوغان دا څرګندونې افغانستان کې د ترکي پوځیانو د پاتې کېدو په اړه د طالبانو دریځ ته په غبرګون کې کړې دي.

طالبانو ویلي،‌ که ترک ځواکونه د کابل حامد کرزي هوايي ډګر امنیت ساتنې لپاره افغانستان کې پاتې شي، د ناوړه پایلو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د ښاغلي اردوغان له قوله ویل شوي، د طالبانو رویه له یوه مسلمان سره د بل مسلمان د رویې په څېر نه ده.

د ښاغلي اردوغان له دې څرګندونو وروسته د خواله رسنیو یو شمېر پاکستاني کاروونکو نوموړی (د افغانستان په چارو کې په لاسوهنه) تورن کړی دی.

د احمد علي قاضي په نامه یو کس پر خواله رسنیو کې لیکلي: "اشرف غني او طالبان افغانان دي، امریکا او ناټو اشغال کړی و، د اردوغان دغسې څرګندونې به د نوموړي د محبوبیت کچه راټیټه کړي".

خو اعجاز خان بیا پوښتنه ترې کړې: "اردوغان داسې کومه ناسمه خبره کړې؟ دوی ته وايي، د وروڼو غوندې سلوک باید وکړي، خبرو ته یې رابولي، چې طالبان په هوايي ډګر کې د پوځیانو ځای پر ځای کېدو ته قانع کړي. دوی هلته پر کومه ډله برید نه کوي".

نوموړی له دې سره لیکي: "پر موږ څه شوي؟ موږ ډېر احساساتي خلک یو".

د خواله رسنیو یو بل کاروونکی محمد خالد وايي: "له ترکانو سره زموږ د ورورولۍ اړیکي تلپاتې دي، خو که اردوغان د طالبانو پر ضد کوچنی یا لوی فعالیت کوي، زموږ زړونو کې به د ده لپاره ځای پاتې نه شي او موږ دا نه غواړو".

یوسف صدیقي لیکلي: "نه پوهېږم د ترکیې مینه وال پاکستانیان به اوس کوم لور ته ځي. د ترکیې له مخه نقاب لېرې شو، د ترک ولسمشر مصنوعي اسلام پالنه یې هم اوس نه شي ژغورلای، د ولس د غضب ښکار به شي، د طالبانو مخالفت به سخت ورته تمام شي".

محسن علي طیب وايي: "جناب طیب اردوغا! له ځانه ارطغرل جوړاوه، خو د منګولو نویان ترې جوړ شو.

شفاعت احمد بیا وايي: "ترکیه باید غیرت وکړي او خپل لوېدیځوال باداران خوشحاله نه کړي".

نوموړی زیاتوي: "ترکیه دې په پټه خوله خپل سیریال چلوي، طالبان ډرامه نه دي، بلکې د ارطغرل رښتینی رول لوبوي".

ځینو بیا ولسمشر اردوغان ته مشوره ورکړې چې باید عثمانیه خلافت بیا راژوندی کړی او دې لړ کې له طالبانو سره په شریکه کار وکړي.

ابو سفوان کاکړ لیکلي: "ترکیه باید طالبان په رسمیت وپېژني او د ورورګلوۍ اړیکي ورسره وپالي. اردوغان صاحب زموږ لپاره د درناوي وړ دی، که په زړه کې یې د عثمانیه خلافت بیا راژوندي کولو هیله وي، نو مسلمانانو کې طالبان ورسره مرسته کولای شي".