تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مصر له دولتي دندو د اخوان المسلمین د غړو شړلو قانون تصویب کړی
د مصر ولسي جرګې هغه قانون تصویب کړ چې حکومت ته له دندو د اخوان المسلمین ګوند د غړو شړلو اجازه ورکوي. د عبدالفتاح السیسي په مشرۍ د مصر حکومت دا ډله "ترهګره" بللې ده.
دا قانون د ۱۹۷۳ کال د ۱۰ شمېرې قانون د تعدیل پربنسټ راغلی، چې له ناتادیبي لارې پرته دولتي کارمنان له کاره ګوښه کولی شي.
د قانون له مخې، حکومت یو کارمن هغه مهال له دندې شړلی شي چې پخپله دنده کې ناغیړي وکړي یا یې دنده د اقتصادي ګټو پرضد وي او یا هم د هېواد د سلامتیا او امنیت لپاره ګواښ پېښ کړي.
د مصر د ولسي جرګې مشر حنفي جبالي پر یاد قانون د بحث یوې ناستې ته وویل، دا قانون د هغه کارمن د لیرې کېدو لپاره جوړ شوی چې د کاري چاپېریال لپاره خطر پېښولی شي او کارمن قضايي ارګان ته د خپلې تنخا یا د کار پای کې د پیسو د اخیستو عریضه هم نه شي کولی.
د مصر پارلمان وړاندې د مصر یو پخوانی قانون هم تایید کړی.
اټکل دی چې دا قانون ولسمشر ته د تایید لپاره هم واستول شي.
د قانون هدف دا دی چې په دولتي بنسټونو کې د اخوان المسلمین او نورو حکومت مخالفو ډلو کارمنان له دندو ګوښه کړي.
د مصر د ترانسپورټ وزیر کامل الوزیر په تېره اپرېل میاشت کې پارلمان ته وینا کې د اخوان المسلمین اړوندو مامورانو د شړلو غوښتنه کړې وه او پر هغوی یې په پټه د تخریبي کارونو ترسره کولو تور لګولی و.
د مصر د حکومتي شمېرو له مخې، چې په تېره مارچ میاشت کې اعلان شوې وې، په ۲۰۲۰ کې د عامه سکټور د ملکي کارمنانو شمېر ۷۶۰ زره کسانو ته رسېدلی و.