امریکا افغانستان ته د جانسن اینډ جانسن ۳ میلیون ډوزه واکسین ورکوي

جانسن اینډ جانسن

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

په داسې حال کې چې امریکا به افغانستان سره د کورونا واکسین د وېش "کوواکس" پروګرام له لارې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د درې میلیون ډوزه جانسن اینډ جاسن واکسین مرسته کوي، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کورونا وېروس درېیمه څپه په کمېدو ده.

دا له افغانستان سره د کورونا وبا مخنیوي کې د واکسین تر ټولو لویه مرسته ده.

دا مرسته په واشنګټن کې د افغان او امریکايي چارواکو د لیدنې پرمهال اعلان شوې ده، چې افغانستان ته د لېږدولو چاره یې د کوواکس پروګرام پر غاړه ده.

سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له افغانستان سره د جانسن اینډ جانسن واکسین درې میلیون ډوزه مرسته په نړۍ کې د وبا د مخنیوي په پار د امریکا د مرستو یوه برخه ده.

په یاده خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یوسایډي به هم افغانستان ته د واکسین د لېږد برخه کې همکاري وکړي او په راتلونکې کې به افغانستان ته د واکسین او په نژدې راتلونکې به د اکسیجن د ۳۰۰ ډبو په لېږد کې همکاري وکړي.

د افغان پلاوي د عکاس کورونا

افغانستان سره د کورونا واکسین دا تازه مرسته داسې مهال اعلان شوې چې واشنګټن ته له افغان پلاوي سره په همدغه سفر کې د مل تصویر اخیستونکې د کورونا معاینه مثبته ختلې ده.

رویټرز خبري اژانس لیکلي دغه عکاس د امریکا د استازو جرګې له مشرې نانسي پلوسي سره د ولسمشر غني لیدنه کې حاضر و، خو د کانګرس له نورو مشرانو سره یې د افغان پلاوي لیدنه کې حضور نه درلود.

د امریکا د کانګرس یوې سرچینې رویټرز ته ویلي "موږ فکر کاوه چې د پلاوي ټولو غړو واکسین کړي دي."

په ورته وخت کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم نن (شنبه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د سولې مذاکراتي تيم د غړي متین بیک په ګډون د افغانستان اسلامي جمهوریت د عالي رتبه پلاوي يو شمېر غړو د کورونا وېروس د اخته کېدو ګواښ له کبله د امریکا او افغانستان د ولسمشرانو په ناسته کې له ګډون ډډه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي د دغو چارواکو د کورونا د معایناتو پایلې منفي دي، خو د افغان پلاوي له تصویر اخیستونکي سره له نږدې تماس کې پاتې شوې دي.

دلته افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت تازه ویلي چې د پنجشنبې او شنبې ورځو ترمنځ دغه هېواد کې د کورونا یو زر ۹۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په دې موده کې ۵۶ کسان په کوویډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي هم دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، ټاکل شوې د جولای میاشتې تر لومړۍ اونۍ د کورونا وېروس د امریکایي ډوله جانسن اېنډ جانسن واکسین دا درې میلیونه ډوزه افغانستان ته ورسېږي.

لومړی واکسین چا ته ورکول کېږي؟

نوموړی وايي، لومړی به دا واکسین د ډېر عمر ناروغانو، روغتیايي کارکوونکو، د ښوونځیو او پوهنتونونو اداري کارمنانو، د ښوونځیو له لومړي ټولګي تر درېیم پورې د زدکوونکو والدین او په بل پړاو کې له څلورم ټولګي تر شپږم ټولګي پورې د زدکوونکو والدین ته ورکړل شي.

ښاغلي مجروح زیاته کړه، په افغانستان کې وروستیو محدودیتونو او د ښوونځیو او پوهنتونونو رخصتېدو د کورونا وېروس د چټکې خپرېدا په مخنیوي کې مهم رول لوبولی دی.

دی وايي، هره ورځ د کار نژدې نیمايي وخت د هغو خلکو په قانع کولو لګوي چې ولې ښوونځي رخصت شوي دي.

وحید مجروح وايي، لاهم د افغانستان په روغتونونو کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو ګڼه ګوڼه ډېره ده او په بامیان، جوزجان، تخار، پکتیا، فراه، خوست، بدخشان، دایکندي، کاپیسا، کونړ، بلخ، سمنګان، پروان، ننګرهار، زابل، نیمروز، غور او غزني ولایتونو کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې په ډېرېدا دي.

اکسیجن

وحید مجروح

د عکس سرچینه، د عامې روغتیا وزارت

د عامې روغتیا سرپرست وايي، په پام کې ده چې یونیسف قراردادي له ترکیې نه افغانستان ته د اکسیجن د تولید الې راوړي او د هېواد په لسو ولایتونو کې به د اکسیجن د تولید دستګاوې فعالې شي.

دی وايي، په اوو ولایتونو کې د اکسیجن د تولید د دستګاوو ۹۰ تر ۱۰۰ سلنه کار بشپړ شوی دی، خو یونیسف د دستګاوو بشپړ وسایل نه وو راوړي.

نوموړی وايي د یادو لسو ولایتونو په روغتونونو کې د اکسیجن لپاره نللیکې هم غځول شوې دي.