لاهور مدرسه کې له شاګرد سره بدکاري؛ پولیسو د اویا کلن 'مفتي' پر ضد رپوټ ثبت کړ

د خپرېدو وخت

د پاکستان په لاهور ښار کې پولیسو د مفتي عزیزالرحمان په نامه د هغه کس پر ضد د رپوټ ثبت کړی چې له تېرو دوو ورځو راهیسې یې ځينې ویډیوګانې پر ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي. په دې ويډيوګانو کې ظاهراً ښکاري‌ چې دغه مفتي له خپل یو طالب یا شاګرد سره جنسي فعل کوي.

د جامعه منظور الاسلامیه یاد سپين ږیری مفتي، چې دا وخت يې عمر اویا کاله دی، په لاهور کې د مولانا فضل الرحمان د جمعیت علمای اسلام ګوند مهم غړی هم یادېږي.‌

خو اوس دغه مدرسه وايي، یاد مفتي يې له مدرسې شړلی.‌ داسې رپوټونه هم ورکړل شوي‌ چې د نوموړي د ګوند غړیتوب هم لغوه شوی.

خو د دغو ویډیوګانو له خپرېدو وروسته پاکستان کې پر ټولنیزو شبکو د دې مفتي د نیول کېدو کمپاین پیل شوی او په 'ټرېنډ' بدل شوی.

د مفتي عزیز الرحمان لومړنۍ ويډيو دوې ورځې وړاندې خپره شوه. تر هغه وروسته نوموړي په یوه وضاحتي بیان کې ادعا وکړه، چې په چایو کې نشه ورکړل شوې او بیا يې دغه ويډيو ثبت شوې ده.

خو د ده له دې وضاحتي بیان څو ساعته وروسته لږ تر لږه درې نورې وډيوګانې خپرې شوې، چې پکې یاد مفتي په بېلا بېلو ورځو کې له دغه شاګرد سره د جنسي فعل په حال کې لیدل کېږي او دغه ويډيويې یې خپله شاګرد ثبتوي.

د جامعه منظور الاسلامیه له لوري د روانې میاشتې پر درېیمه نېټه په خپره شوې یوه خبرتیا کې مفتي عزیزالرحمان ته لیکل شوي، چې د ده د بدکارۍ ويډیوګانو تر راتلو وروسته له یادې مدرسې ایستل شوی او له خپل سامان سره دې له مدرسې ووځي.

ثبت شوي شکایت کې څه ویل شوي؟

هغه طالب چې مفتي عزیزالرحمان ورسره بدکاري کړې بېګا شپه ناوخته د لاهور په کېنټ نومي پولیسو تاڼه کې د پولیسو سره رپوټ یا شکایت ثبت کړی.

دی خپل شکایت کې وایي، د دغو ويډيوګانو تر خپرېدو وروسته يې ژوند ته خطر دی او باید ژغورل شي.

پولیسو ته په ورکړل شوي بیان کې دې طالب پر مفتي عزیزالرحمان تور پورې کړی، چې د مدرسې په امتحان کې يې ناکامه کړ.

دغه طالب وایي، مفتي وروسته ورنه د بدکارۍ غوښتنه وکړه او په بدل کې یې بېرته په امتحان کې د بریا ژمنه هم وسره وکړه.

دی خپل رپوټ کې زیاتوي‌ چې له هماغه راهیسې مفتي عزیز الرحمن په وار وار ورسره بدکاري کړې.

په پاکستان کې د یاد مفتي د دغو ویډیوګانو تر خپرېدو وروسته نن پنجشنبه پر ټولنیزې رسنۍ ټويټر ډېریو کسانو غوښتنه کوله چې دغه مفتي دې ونیول شي او سزا دې ورکړل شي.

سره له دې چې جامعه منظور الاسلامیه له مفتي عزیرالرحمان سره خپلې اړیکې شلولې دي، خو د جمعیت علمای اسلام له لوري لا هم رسنیو ته په دې هکله غبرګون نه دی ورکړل شوی.