تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د یونان تر ټولو ستر پنډغالي کې اور؛ څلور افغانان په لس کلن زندان سزا محکوم شول
د یونان یوې محکمې هغو څلور پناه غوښتونکو افغان ځوانانو ته د زندان سزا ورکړې چې پروسږ کال د یونان لسبوس ټاپو کې د اروپا تر ټولو لوی پنډغالي ته د اور په ورته کولو تورن وو.
محکمې دوی هر یوه ته د لس کاله زندان سزا ورکړې ده. مدافع وکیلان وايي، دغه کسان چې پرې لګېدلی تور ردوي، 'په لوی لاس د اور اچوونې مجرم پېژندل شوي دي. '
مدافع وکیلانو دغه محاکمه غیر شفافه بللې ده.
د یونان په لسبوس ټاپو کې د موریا په نامه دغه پنډغالي سوځېدو له کبله نژدې ۱۳۰۰۰ کسان بې سرپناه پاتې شوي وو.
پروسږ کال سپتمبر کې د کورونا وېروس مخنیوي لپاره په یاد پنډغالي کې بندیزونه ولګېدل چې پایله کې یې تاوتریخوالی زیات شو او له هغه وروسته په پنډغالي کې اور ولګېد.
بل لور ته د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې د مدافع وکیلانو له قوله ویل شوي چې له څلورو تورنو کسانو درې یې داسې ثبوت لري چې د نیول کېدو پر مهال له ۱۸ کلنۍ کم عمر و، خو یونان چارواکو د ماشومانو په توګه نه دي منلي.
د محاکمې پر مهال د کورونا مخنیوي اقداماتو له کبله خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېده چې د محکمې ودانۍ ته ننوځي.
تر ډېره بریده دغه محاکمه د یوه بل افغان پناه غوښتونکي د شاهدۍ پر بنسټ پرمخ لاړه چې د تورنو کسانو پېژندلو شاهدي یې ورکړې وه.
تورن کسان وايي، دوي ځکه په ګوته شوي چې د لږکۍ هزاره توکم اړوند دي.
له دې مخکې مارچ میاشت کې دوه تنو نورو افغانانو ته په همدې قضیه کې د پنځو - پنځو کلونو سزا ورکړل شوې وه.
موریا کمپ د ۳۰۰۰ کسانو اوسېدو لپاره جوړ شوی و، خو په ۲۰۱۵ کال کې د کډوالو لویو جوپو له ورتلو وروسته ګڼه ګوڼه پکې خورا ډېره شوه.
دغه پنډغالي ته ورغلی ډېری کسان د منځني ختیځ، افریقا او سوېلي اسیا وو. په موقت ډول لسبوس ټاپو کې یو پنډغالی چمتو شوی چې د ۶۰۰۰ کسانو اوسېدو وړتیا لري.
د پلان له مخې د یوه مستقل پنډغالي چمتو کولو پلان په پام کې دی، چې د یونان ټاپوګانو کې مېشت نژدې ۱۰ زره کډوالو اوسېدو وړتیا به ولري.