تر ۱۰ میاشتو پورې بې هوښه پرتې ښځې په هوښ له راتلو سره سم مور یاده کړه

د عکس سرچینه، Cristina Rosi/ Facebook
د ایټالیا ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، دغه هېواد کې یوه مېرمن تر لسو میاشتو پورې د کوما په حالت کې وه، اوس په هوښ راغلې او لومړۍ خبره کې یې مور ته غږ کړ.
پروسږ کال جولای کې ۳۷ کلنه کرستینا روزي د ۷ میاشتو مېندواره وه، چې د زړه حمله پرې راغله.
د نوموړې لور کاترینا د جراحي عملیاتو له لارې وزېږېده، خو مېرمن روزي د بې هوښۍ په حال کې پاتې شوه او داسې ګومان کېده چې دماغ ته زیان رسېدلی دی.
اوس د نوموړې مېړه وايي، په هوښ راغلې او لومړی د ماما 'مورې ' غږ وکړ.
د مېرمن روزي مېړه ګابریل سوشي لا نازیوني ورځپاڼې ته وویل:
''زموږ داسې تمه نه کېده، له ډېرې سختۍ ګاللو وروسته دا د ټولو لپاره رښتیا د خوښۍ ځای و. ''
مېرمن روزي د ځانګړې درملنې لپاره اپریل کې اتریش کې یوه کلینک ته لېږدول شوې وه. ویل کېږي کله چې نوموړې لومړۍ خبره وکړه، مور او مېړه یې دواړه څنګ ته ناست وو.
د دې درملنې لپاره د بسپنې ټولولو یوې وېبپاڼې له لارې پیسې ټولې شوې، چې تر اوسه ۱۷۰ زره یورو '۲۰۸ زره امریکايي ډالر ' ته رسېږي.
دغه پیسې به د فزیو تراپي په ګډون د نوموړې بیا رغېدنې لپاره ولګول شي.
اریزو نوتیزي نومې وېبپاڼې د هغې د مېړه ښاغلي سوشي له قوله وویل:
''کرستینا اوس په سختۍ سره پېژندل کېږي. ډېره ارام ده. دوی اوس د خوړو مصنوعي پایپ له هغې لېرې کړی او د یوه پمپ له لارې داسې درمل ورکوي چې په فزیکي ډول نوره وده وکړي. ''
د یادونې ده چې د دوی دواړو لور د زېږدېدو پر مهال د اکسېجن کمښت له کبله تر څو میاشتو پورې روغتون کې بستري وه.




















