'موږ په هره کچه وځورېدو'

د ویډیو تشریح، 'موږ په هره کچه وځورېدو'
د خپرېدو وخت

په کاناډا کې له ۲۴ ساعته ښوونځي یوه ژغورل شوې بومي اوسېدونکې جیرالدین لي شینګوس وايي د ساسکچوان کې په یوه ښوونځي کې سخته ځورول شوې. دا ښوونځي د هغې پالیسۍ یوه برخه وه چې بومي یا اصلي اوسېدونکي ماشومان د نورو په څېر جوړ کړي، خو په داسې حال کې چې د هغوی بومي کلتور او ژبه یې له منځه وړلې. کاناډا په ۲۰۰۸ کال کې په دې اړه رسمي بښنه وغوښتله. کاتولیکې کلیسا ډېری دغه ښوونځي سمبالول، خو تر اوسه یې په رسمي ډول بښنه نه ده غوښتې.