پاکستان کې رسنۍ: د حکومت پر چلن د خبريالانو نيوکه
د خپرېدو وخت
د بشري حقونو او بیان ازادۍ په برخه کې فعالې ادارې، په پاکستان کې، په دې وروستیو کې، پر یو شمېر خبریالانو د بریدونو په اړه اندېښنه ښيي.
دوی له پاکستان غواړي چې په دې برخه کې لاس په کار شي چې د خبریالانو ژوند خوندي او د بیان ازادي وساتل شي.
دا خبره له هغه وروسته کېږي چې پلازمېنه اسلام اباد کې، په تېره یوه میاشت کې، پر دوو خبریالانو بریدونه وشول.
د دې بریدونو پړه تر ډېره پر استخباراتي ادارې اچول کېږي خو هغوی دا تورونه ناسم بولي.
د خدای نور ناصر دغه رپوټ د پاکستان د یوه خبریال حامد میر په خبرو پیلېږي.