د نړۍ ګڼو ښارونو کې د بیلاروس له مخالفانو سره د همغږۍ اعتراضونه

د خپرېدو وخت

د بیلاروس په ګاونډ‌ پولنډ او لیتوانیا کې سلګونه خلک د شنبې په ورځ د بیلاروس د مخالفانو له لاریونونو سره د همغږۍ په پار یوځای شوي دي.

دوی د یوه ناراضه کس، چې له خپلې یوې ملګرې سره یوځای، چې الوتنه یې مینسک ته کږه کړل شوې وه، نیول شوی و، د ازادۍ غوښتونکي دي.

ددغو دواړو کسانو په نیول کېدو په نړۍ په ځینو برخو کې غوسه راوپارېده،‌ چې اروپايي ټولنې هم پخپل غبرګون کې د بیلاروس پر اسمان د خپلو الوتنو نه کولو ته خلک وهڅول.

د شنبې په ورځ د اروپا او امریکا او استرالیا په ګڼو ښارونو کې ورته اعتراضونه وشول.

۲۶ کلن رومن پروستاسویچ او ۲۳ کلنه سوفیا ساپګا د تېرې یکشنبې په ورځ له یونان نه لیتوانیا ته په رایان الوتنه کې روان وو چې یوې جیټ الوتکې یې الوتک مینسک ښار کې کېناستو ته اړه کړه.

د بیلاروس دولت ادعا وکړه چې د الوتکې د کېنولو لامل په الوته کې د بم یو ګواښ و، چې وروسته ثابته شوه دا یوه بې بنسټه ادعا ده.‌

دا دواړه کسان د الوتکې تر کېناستو لږ وروسته ونیول شول.

د روم پروستاسویچ مور نتالیا د پولنډ په وارسا کې راغونډو شویو کسانو ته وویل: "زه د اروپايي ټولنې له ټولو غړو هېوادونو او امریکا غواړم چې د رومن او سوفیا او نورو بندیانو په خوشي کولو کې له موږ سره همکاري وکړي."

د هغه پلار دمیتري وویل: "غواړو په هېواد کې ازاد ژوند وکړو، په داسې یوه هېواد کې چې هرڅوک د وینا د ازادۍ حق ولري."

په وارسا کې اعتراضیانو د بیلاروس د مخالفانو سور او سپین بیرغ له ځانه سره له "له بیلاروس سره مرسته وکړئ" او "د بیلاروس لپاره ازادي" شعار سره لېږداوه.

د بیلاروس ولسمشر الکسندر لوکاشینکو چې پر دغه هېواد له ۲۷ کلونو راهیسې واکمن دی، د "اروپا وروستی دیکتاتور" بللی شوی دی.

۶۶ کلن الکسندر غواړي خپل مخالفان وځپي، تر ډېره یې خپل مخالفان نیولي یا له هېواده تېښتې ته اړ کړي دي.

د لیتوانیا په اعتراض غونډه کې سوتلانا تیخانوفسکایا خبرې وکړې.‌ هغې له تېرې اګست میاشتې راهیسې په دې هېواد کې پنا اخیستې ده.

هغې د ویلنیوس په اعتراض کې وویل: "زما په باور به ژر بدلونونه راشي، نوې ټاکنې به وشي، ځکه چې بله لار نه ده پاتې".

اغلې تیخانوفسکایا او سلګونه نور اعتراض کوونکي په لیتوانیا کې د بیلاروس سفارت خوا ته وخوځېدل.

په برلین او د اوکرایین، ایرلنډ او هالنډ په څېر په لسګونو نورو هېوادونو کې هم ورته کوچني اعتراضونه وشول.‌

د تازه کړکېچ لامل څه دی؟

د تېرې یکشنبې په ورځ د رایان ایر په نامه هوايي شرکت ۴۹۷۸ الوتنه کې چې د یونان له اتن ښاره ویلنیوس ته روانه وه، په زور مینسک ښار کې کېناستو ته اړه شوه.

د بیلاروس چاروانکو وویل، د سویس له لارې یې الوتکه کې د احتمالي بمي برید ګواښ ترلاسه کړی، خو د سویس "پروټون میل" شرکت وویل، دا پیغام له خپل تګلوري د الوتکې تر کږېدا وروسته استول شوی دی.

ښاغلی پروستاسویچ او روسۍ ملګرې یې ساپګا، چې حقوق لولي، د الوتکې سپرلۍ کې وو چې ونیول شول.

ښاغلی پروستاسویچ د یوې مخالفې رسنۍ (نکستا) مخکنی مشر دی چې پر ټیلیګرام ډېر مینه وال لري.

هغه په ۲۰۱۹ کال له بیلاروس ووت او اوس لیتوانیا کې اوسېږي.

له نکستا د اعتراضونو پرمهال چې د ۲۰۲۰ کال د اګسټ تر ټاکنو وروسته بیلاروس کې وشول،‌ اعتراض کوونکو ډېره ګټه واخیسته.

د لوکاشینکو مخالفانو هغه په ټاکنو کې په درغلۍ تورنوي.

یو کال مخکې د ښاغلي پروستاسویچ نوم د بیلاروس د ترهګرو په لېست کې راغلی و چې د تېر کال د پراخو لاریونونو پر سمبالولو تورن شوی او د ۱۵ کلونو د زندان له خطر سره مخامخ دی.

روسیه وايي اغلې ساپګا د بیلاروس د قوانینو په سرغړونه تورنه ده.