جو بایډن ۶ ټریلیون ډالر لګښتي بودیجه وړاندې کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر جو بایډن ۶ ټریلیون ډالر وړاندیز شوې بودیجه وړاندې کړې، که تصویب شي، د امریکا دولت به تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو لوړه بودیجه ولري.
د دغې بودیجې پربنسټ به تر ډېره د امریکا د شتمنو کسانو مالیې خوندي شي.
په یاده بودیجه کې تر ډېره د ماشومانو لپاره د دولتي وړکتونونو، د نرسانو له خوا د ماشومانو د ساتلو او د کارمنانو د حقونو ضمانت ته پام شوی دی.
جمهوریپالو دا بودیجه تصویبېدل د لېونتوب عمل بللی دی.
ښاغلي بایدڼ ویلي، دا بودیجه د امریکا پر خلکو مستقیماً پانګونه ده چې د هېواد اقتصاد به ورسره پیاوړی او د هېواد د اوږدمهال مالي ډاډمنتیا په ګټه به تمامه شي.
د امریکا کانګرس تر راتلونکې سپتمبر میاشتې د دغې بودیجې د تصویبولو لپاره وخت لري او که تر یادې نېټې یې تصویب نه کړي، د امریکا دولت به په نیمهرخصت حالت کې پاتې شي.
د جو بایډن ملاتړي دیموکراټان په سنا کې د تر جمهوریپالو یوه څوکۍ زیاته لري.
د ډېری قوانینو خلاف، بودیجه په سنا کې د ۵۱ موفقو رایو په ترلاسه کېدو تصویبېږي.
دې پلان کې نور څه دي؟
سپینه ماڼۍ وايي، وړاندیز شوې بودیجه به د اقتصاد پاموړ پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
- تر ۸۰۰ میلیارد ډېر ډالر د اقلیمي بدلون د مبارزې لپاره ځانګړي شوي چې په پاکه انرژۍ پانګونه هم پکې راځي
- ۲۰۰ میلیارد ډالر د ټولو هغو ماشومانو د وړیا وړکتونونو جوړولو ته بېل شوي، چې عمرونه یې درې او څلور کاله دي
- ۱۱۵ میلیارد ډالر د پلونو او لارو جوړولو او ۱۶۰ میلیارد ډالر د عام ترانسپورت او اورګاډي د پټلۍ جوړولو لپاره ځانګړي شوي
- ۱۰۹ میلیارد ډالر د ټولو امریکایانو لپاره تر دوو کلونو د وړیا کالج لوستلو لپاره دي
- ۱۰۰ میلیارد ډالر د هر امریکايي کور ته د انټرنېټ غځولو چارو ته ځانګړي شوي



















