ملګرو ملتونو د مالي د ولسمشر سملاسي خوشي کېدو غوښتنه کړې

باه نداو

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا نیونې څو ساعته وروسته تر هغه شوې چې حکومت څو ساعته مخکې د تېر کال کودتا کې ګډون کوونکی جګپوړي افسران بدل کړل.‌
د خپرېدو وخت

وروسته تر هغه چې د پوځ له لوري د مالي د ولسمشر او لومړي وزیر د نیول کېدو خبرونه خپاره شول، په مالي کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ددغه هېواد د ولسمشر باه نداو او لومړي وزیر مختار وان د سملاسي خوشي کېدو غوښتنه کړې.

(مینوسما) په فرانسوي ژبه یوه ټویټ ‌کې د "ارامۍ" غوښتنه کړې ده.

رپوټونه وايي، پوځ لنډمهالی ولسمشر او لومړی وزیر پلازمېنې باماکو ته څېرمه یوې پوځي اډې ته وړي دي.

د پوځ دې ګام په هېواد کې روان کال د دویمې پوځي کودتا وېره ډېره کړې ده.

دا نیونې څو ساعته وروسته تر هغه شوې چې حکومت څو ساعته مخکې د تېر کال کودتا کې ګډون کوونکی جګپوړي افسران بدل کړل.‌

د افریقا د چارو لپاره د بي بي سي خبریال ویل روس وايي، ښکاري چې له پوځي کودتا نهه میاشتې وروسته لاهم هلته وضعیت نارام دی.‌

د کودتا پایله کې ولسمشر بوبکر کیتا بې واکه کړل شو.

د ویډیو تشریح، مالي کې سوله ساتي ځواکونه: د ملګرو ملتونو خطرناک ماموريت

دی زیاتوي، د مالي ګڼو وګړو د کیتا د لرې کېدو هرکلی وکړ، خو پر انتقالي حکومت د پوځ په واکمنېدا او د ژمنه شویو سمونونو د پڅې لړۍ په اړه خلک غوسه شوي دي.

په ۲۰۱۲ کال کودتا په هېواد کې اسلامپالو وسله والو ډلو ته د فعالیت ډېرولو فرصت ورکړ چې د مالي شمال کې یې نورې سیمې هم ونیولې.

که څه هم د فرانسوي ځواکونو په همکارۍ دا سیمې بېرته ونیول شوې،‌ خو هلته لاهم د خرپ او ترپ نښتې روانې دي.