غزه کې اوربند: پر ماشومانو د جګړې اغېز

د ویډیو تشریح، غزه کې اوربند: پر ماشومانو د جګړې اغېز
د خپرېدو وخت

په غزه حکومتي ودانۍ پرانیستل شوې ځکه د اسراییلو او حماس اورپکې ډلې ترمنځ شوی اوربند پر ځای ښکاري.

په بشري مرستو لکه خوړو او روغتیايي موادو ډکې لارۍ دغې فلسطینۍ خاورې ته په ور رسېدو دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي پر ټولو اړخونو غږ کړی دی چې د اوربند درناوی وکړي او له هر ډول پاروونکي کار ډډه وکړي.

د اسراییلو لخوا د ۱۱ ورځو بمبارۍ له امله ۲۳۰ فلسطینیان چې ۶۵ یې ماشومان و مړه شوي. د حماس راکټونو بیا ۱۲ کسان په اسراییلو کې ووژل چې دوه یې ماشومان وو. اوس کارپوهان وايي د ماشومانو پر رواني روغتیا د جګړې اغېز ښايي اوږدمهاله وي.