پاکستان کې د کورونا د مړو شمېر پر۲۰ زور واوښت؛ هند کې ۱۰۰۰ تنه ډاکتران مړه شوي

پاکستان، کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

پاکستان کې روغتیايي ادارو ویلي چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۲ نور کسان هم مړه شوي دي. له دې سره د کورونا وبا له پیل راهیسې پاکستان کې له کورونا وېروس د ټولو مړو شویو کسانو شمېر شل زره ۸۹ تنو ته رسېدلی دی.

تېره یوه شپه او ورځ پاکستان کې د کورونا ۳ زره ۷۰ نوې پېښې هم ثبت شوې چې دغه هېواد کې تر دې دمه د ټولو مثبتو تشخیص شویو پېښو شمېر ورسره ۸۹۳ زره ۴۶۱ ته لوړ شوی دی.

واکسین او محدودیتونه

پاکستان کې د قوماندې ملي عملیاتي مرکز 'این سي او سي' چې د کورونا اړوندې چارې تنظیموي، د کورونا د مثبتو پېښو کمېدو ته په کتو اعلان کړی د سوداګرۍ، راکړې ورکړې، ښوونځيو او نورو رسمي ادارو لپاره لګول شوي محدودیتونه نرموي.

خو د پاکستان د ډاکترانو ټولنې د دې پرېکړې مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د محدودیتونو د کمېدو په تړاو عجولانه پرېکړه د کورونا پېښې بېرته ډېرولی شي.

انڈیا، پاکستان، آکسیجن

د عکس سرچینه، Reuters

په ورته وخت این سي او سي اعلان کړی چې سر له سبا شنبې (د می له ۲۲مې) پاکستان کې له ۳۰ کلونو د پورته عمر ټولو خلکو ته د کورونا واکسین د لګولو لړۍ پیلېږي.

هند کې د کورونا د مرګونې څپې دوام؛ زر تنه ډاکتران مړه شوي دي

هند کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو ځل بیا له ۴۲۰۰ ډېر کسان له کورونا مړه شوي دي. چارواکو ویلي په دې موده کې د دغه وېروس ۲۵۹ زره ۱۳۵ نوې پېښې هم ثبت شوې دي.

د روانې مې له ۱۲مې هند کې د کوویډ-۱۹ د ورځنیو مړینو شمېر له ۴ زرو نه دی راکښته شوی.

تازه د دغه هېواد روغتیايي ټولنې اعلان کړی چې د کورونا په قربانیانو کې لږترلږه زر تنه ډاکتران هم شامل دي.

د ډاکترانو دې ټولنې ویلي چې له دې ډلې ۳۲۹ ډاکتران د کورونا په روانه دوېمه څپه کې مړه شوي. تر ټولو ډېر (۸۰) ډاکتران په ختیځ بیهار او ورپسې ۷۳ پلازمېنه ډیلي کې مړه شوي دي.

د هند د روغتیايي ټولنې مشر ډاکتر جی اې لال بي بي سي ته ویلي ډاکتران د کورونا وبا خلاف په لومړۍ کرښه کې جنګېږي - د ناورغانو بې اندازې زیاتوالی او په روغتونونو هله ګوله د دې لامل شوې چې ډاکتر هم بې اغیزې پاتې نه شي.

تور فنګس؛ بل سرخوږی چې هند غواړي وبا اعلان شي

انڈیا

د عکس سرچینه، Getty Images

هند کې د کورونا وبا له دویمې مرګونې څپې سره هممهاله تازه د تورفنګس پېښې هم مخ په ډېرېدو دي.

دغه نادره ناروغي ډېره خطرناکه ده چې پرې اخته نیمايي کسان ترې مړه او د ډېرو ناروغانو د ژغورو لپاره اړتیا پېښېږي چې سترګې او د ژامې هډوکي یې و ایستل شي.

ویل کېږي د هند د مختلفو ایالتونو په زرګونو کسانو کې له کورونا تر رغېدو دوه - درې اوونۍ وروسته د تور فنګس نښې راپیدا شوي. ډاکتران اټکل کوي، چې د اسټروئیډونو په وسیله د کورونا د سختو ناروغانو درمنله ښايي د تور فنګس لامل وګرځي.

اوس د هند روغتیا وزیر لاو اګروال له ۲۹ ایالتونو غوښتي چې تور فنګس وبا اعلان کړي ځکه د وبا بلل کېدو سره یې هر ایالت کې د څارنې او درملنې چارې پیاوړې او همغږه کېږي.

په دې وروستیو کې د مهاراشټر ایالت د روغتیا وزیر راجیش تُپ وویل چې یوازې دغه ایالت کې د تور فنګس ۱۵۰۰ پېښې ثبت شوې دي.

افغانستان؛ ۱۰ نور کسان له کورونا مړه شوي

کووڈ

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت وویل چې تېره یوه شپه او ورځ یې د کورونا ۴۰۶ پېښې ثبت کړې دي. دې موده کې لس کسان له کوویډ-۱۹ مړه شوي هم دي.

د کورونا تر ټولو ډېرې ۱۱۱ پېښې په کابل، ۹۱ دایکندي، ۶۵ کندهار او پاتې په نورو ولایتونو کې ثبت شوې.

له دغو تازه ارقامو سره افغانستان کې تر دې دمه په کورونا د ټولو اخته کسانو شمېر ۶۵ زره ۴۸۶ ته رسېدلی چې ۲ زره ۷۹۲ کسان ترې مړه شوي دي.